دميوندټولني څخه دعلامه رشاداکاډيمي مننليک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6174
علامه رشاد اکاډيمي
دخبریدو نیټه : 2006-03-16

د علامه رشاد بابا (رح) "د سيمو تاريخي جغرافيه " دمرکو ټولګه دښاغلي صديق الله بدر په زيار د چاپ په ګېڼه وپسولل سوه .
دغه اثر په کندهار کي دميوند کلتوري ټولني له خوا په زرو ټوکو کي له چاپه راووت ، چي مرکه کوونکي يې ښاغلي صديق الله بدر ، د ډيزاين او کمپوز چاري يې ښاغلي عبدالبصير شير زوي سرته رسولي .
د غه اثر كي علامه بابا (رح) دپنځوسو سيمو دتاريخي جغرافيې په اړه نظر څرګند کړي او دا اثر په ټوليز ډول ١٧٠ مخه دي چي د فهرست تر څنګ د ميوند کلتوري ټولني مشر ښاغلي عبدالنافع همت ياداښت په سر کي راغلي وروسته په څلورو مخو کي دسيمي دتاريخي جغرافي په اړه دښاغلي صديق الله بدر يادونه سوي او د علامه بابا (رح) سره د دغو مرکو په اړه يې خپل خاطرات راوړي
علامه رشاد اکاډيمي دښاغلي صديق الله بدر څخه چي د علامه بابا (رح) د ډيرو نژدي مخلصينو څخه وو ، زيار ستايي او ده ته دنورو بريا وو هېله کوي او دهغه تر څنګ دميوند کلتوري ټولني څخه هم په خپل وار سره مننه کوي چي ددغه اثر د چاپ چاري يې تر سره کړ ې.

په درنښت :
علامه رشاد اکاډيمي _ کندهار

د سيمو تاريخي جغرافيه