د امریکا او چین بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61758
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-20

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د چين د بهرنيو چارو له وزير يانګ جي چي سره د افغانستان پر وروستيو حالاتو خبرې کړې دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې ددې خبرو پر مهال تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د چين او امريکا پر ګډو همکاريو هم خبرې وشوې. د سرچينې په وينا، ددې خبرو پر مهال د افغانستان پر سولې‌‌، ثبات‌، پرمختګونو او ددغه هېواد پر راتلونکي باندې هم بحث وشو. امريکايي چارواکي ويلي، چين د افغانستان ګاوڼدى هېواد دى او دغه هېواد د افغانستان د سولې او پخلاينې په پروسه کې مهم رول لوبولى شي. سرچينې زياته کړې چې دواړو مشرانو د افغانستان پر وروستيو سياسي او امنيتي حالاتو خبرې کړې او د افغانستان له نوي حکومت سره د همکاريو او اړيکو پر څرنګوالي يې هم رڼـا واچوله.