په کابل د سړک غاړې ماین چاودنې د ملي اردو ۴ منسوبین وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61775
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-21

په کابل کې د سړک غاړې د ماین چاودنې د ملي اردو څلور منسوبین وژلي او د شپږو ملکي وګړو په ګډون یې دوولس تنه ټپیان کړي دي. چاودنه نن سهار پنځلس کمې اووه بجې د اوومې امنیتي حوزې اړوند د چهلستون د اغا علي شمس په سیمه کې د ملي اردو د عملې پر موټر شوې ده. چارواکو ویلي د پېښې ډېر قربانیان د نظامي اکاډمۍ کارکوونکي دي. وسله والو طالبانو د چاودنې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. د دې ډلې ویاند د یوه لنډ پیغام په خپرولو سره ویلي چې په دې چاودنه کې دولسو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.