سرتاج عزیز: له افغانستان سره پر یوه هر اړخیزه طرحه کار کوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61785
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-22

پاکستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره پر یوې داسې هر اړخیزې طرحې کار کوي چې پر اساس یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې او بې باوري له منځه ولاړه شي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د نوازشریف د بهرنیو اړیکو مشاور سرتاج عزیز، د کابل له یو ورځني سفره وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل پر ضد وکارول شي. عزیز زیاته کړه:« ما افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې موافقه وکړه چې پاکستان به نه پرېږدي چې خاوره یې استعمال شي او افغانستان به هم اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د پاکستان پر ضد کار واخیستل شي.» د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه تېره شوې چې ۲۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې په وینا وسله وال ترې افغانستان ته اوړي او بېرته د پاکستان لور ته اوړي. پاکستان په تېرو څه باندې ۳ لسیزو کې په افغانستان کې د جنګېدونکو عناصرو پټنځای او د تمویل او تجهیز مرکز دی. سرتاج عزیز، چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره خبرې وکړې، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د یو بل د خاورې د نه کارېدو لپاره دواړو خواوو پر دې هم سلا وکړه چې د پولو د ښې څارنې او تنظم لپاره دې یو میکانیزم جوړ شي. ده دا هم وویل چې د بایو متریک سیستم، د نویو لارو او اسنادو په اړه هم خبرې وشوې. عزیز زیاته کړه: «په سیمه ییزه کچه به یو داسي میکانیزم جوړ شي چې که کومه مسله وه نو د سیمې قومندانان به له یو بل سره خبرې کولی شي، بیا به لوړ قومندانان، ورپسې استخباراتي ادارې او بالاخره د بهرنۍ پالیسۍ په کچه به په سیاسي ډول خبرې کېږي.» سرتاج عزیز وروسته د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزې خبرې په نوم کنفرانس کې وینا وکړه. ده له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، افغانستان د انتقال په پړاو کې دی خو په دغه هیواد کې به نولس سوه نوي یمه لسیزه اکار نه شي.