هلمند : د سرحدي ځواکونو پر عمومي قوماندان ځانمرګی بريد وسو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61791
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-10-22

 
د افغان پوله ساتو ځواکونو ٦٠٤ سرحدي زون پر قومندان ځانمرګى موټر بم بريد سوى او پر مهال يې دري تنه ټپيان سوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايې چې نن سهار شپږ بجي شاوخوا په کرولا موټر کې ناست ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل چې خپل د چوونکو توکو ډک موټر د سرحدي ځواکونو پر قومندان چاودنه ورکړي او دا هڅه يي کړي.
هغه وايې چې د د قومندان موټر ترې ګرځول سوى خو د امنيتي ساتونکو موټرونه پکښې ښکېل سوي او د چاودني په ترڅ کې يې دري سرحدي ساتونکي ټپيان سوي دي.
د ځواک د معلوماتو پر اساس چې په دې پېښه کې د ساتونکو يو موټر هم تخريب سوى دى.
د ٦٠٤ سرحدي زون قومندان سلطان محمود محمود نن سهار وختي غوښتل د لښکرګا ښار په بولان سيمه کې د پوله ساتو سرتېرو عمومي قومندانۍ ته ولاړ سي چې بريد پرې سوى.