پنځه پخواني وزيران د اختلاس په تور تورن سوی دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61793
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-10-22

د افغانستان لویې څارنوالۍ د پنځو پخوانیو وزیرانو دوسیې چې د اختلاس او له دندې نه د ناسمې ګټې اخېستې تور ور پورې دی،سترې محکمې ته د عدلي تعقیب لپاره ولېږلې.
د ټرانسپورټ پر دوو پخوانيو وزیرانو عنایت الله قاسمي او حمید الله قادري، د اقتصاد پخواني وزیر جلیل شمس، د سوداګرۍ په پخواني وزیر محمد امین فرهنګ او د کانونو په پخواني وزیر محمد صدیق ایشان تورونه دي، چې په اختلاس او له دندو نه په ناوړې ګټې اخېستنې کې ښکیل ول.
د لویې څارنوالۍ ویاند محمد بصیر عزیزي خبریالانو ته وویل "د هغو وزیرانو چې دوسیې یې محکمې ته ولېږدول شوې، د پنځو وزیرانو، او نور هم داسې وزیران شته، چې دوسیې به یې د عدلي تعقیب تر دوران لاندې ژر ونیول شي، د دوی جرمي اتهام اختلاس هم دی، له دندې د ناوړې ګټې اخېستنه هم وه، د هیواد د نافذه قوانینو په اساس هغه وزیران چې د وزارت په مهال د جرم مرتکب کیږي، ځانګړې محکمه دې ورته تشکیل شي، ځانګړې محکمه به ورته دایریږي، هغه محکمه به صلاحیت ولري، چې دا دوسیې بررسي کړي."
د لویې څارنوالۍ و نه ویل چې د کومو نورو وزیرانو دوسیې به سترې محکمې ته ولېږل شي، خو دومره یې وویل چې په نېږدې وختونو کې به نورې دوسیې هم محکمې ته لاړې شي