له کونړه ټول بهرني سرتېري وتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61794
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-22

د کونړ امنیتي چارواکي وايي له دغه ولایته ټول بهرني عسکر وتلي. د کونړ امنیه قوماندان سیدحبیب سیدخېلي وايي چې په دغه ولایت کې مېشت ټول بهرنی ځواکونه پرون له کونړه وتلي دي. دی وايي چې دوی خپل دری پوځي مرکزونه افغان لوري ته سپارلي دي. په کونړ کې د ایساف تر مشرۍ لاندې امریکايي ځواکونه مېشت وو. امنیه قوماندان دغه راز وايي چې له پرون راهیسې پاکستاني ځواکونو د کونړ مروره ولسوالۍ اووه توغندیه وېشتلي خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.