اوباما ولسمشر اشرف غني ته بلنه ورکړې چې امریکا ته سفر وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61797
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-23

د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل ساري اشرف غني احمدزي او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله ته بلنه ورکړې چې امریکا ته سفر وکړي. سپینه ماڼۍ وايي اوباما پرون له دواړو افغان مشرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي. د سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خبرو پر مهال ولسمشر بارک اوباما ولسمشر غني او عبدالله په خپل منځ کې د سیاسي موافقې په خاطر یو ځل وستایل، د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د ملاتړ لپاره یې د امریکا د مرستو ژمنه تکرار کړه او دواړو مشرانو ته یې په دې مبارکي وویله چې د نوي حکومت لومړۍ میاشت له بریا ډکه وه. د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دواړو ولسمشرانو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د افغان ملي امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا، د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره د امریکا او سیمې د ملاتړ، د افغانستان د بودجې د لنډمهالې اصلاح او په اوږدمهال کې د مالي ثبات په اړه خبرې وکړې. د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجراییه رييس عبدالله عبدالله ته په نوي راتلونکي میلادي کال کې د سپینې ماڼۍ د سفر بلنه هم ورکړه.