په کاناډا کې په یوه وسله وال برید کې یو پولیس او بریدګر وژل شوی دی. عیني شاهدانو ویلي دوی یو وسله وال کس د اوتاوا ښار د څلي له لوري د ډزو کولو په حالت کې ولید چې حکومتي ودانیو په لور یې منډې وهلې. بریدګر ځان د پارلمان ودانۍ ته رسولی او هلته وژل شوی دی. پولیسو ویلي چې برید کوونکي ښايي له یوه کس څځه ډېر و او دوی یې د نیولو لپاره هڅې پیل کړې چې له کبله یې د کاناډا پلازمېنه لا هم د تیارسۍ په حالت کې ده.