کندهار پوهنتون د ښوونکي ورځ ولمانځل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61807
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-10-23

په دې اړه مراسم تيره ورځ ماپښين د کندهار پوهنتون د لابراتوار د ودانۍ د غونډو په تالار کي جوړ سوي وه  ، چې د پوهنتون د چارواکو تر څنګ د ټولو پوهنځيو يو شمير استادانو او محصلينو ګډون پکښي کړی وو .
د پيل په مراسمو کې د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخيل ، د ښووني او روزني د پوهنځي رييس استاد عبدالرحمن بابي  او استاد حيات الله رفيقي ويناوي وکړي .
ويناوالو د ښوونکو پر مقام مفصلي خبري وکړې او له مرکزي ادارې څخه يې وغوښتل چي د بوديجې او ورته نورو برخو کې د کندهار پوهنتون او د کندهار د ښوونکو روزني ته جدي توجه وکړي .
هغوی د ښوونکي مقام يو دروند مقام وباله او له دولته يې غوښتننه وکړه چې د داسي ورځو په لمانځلو ټولي اړوندي ادارې همږغي کړي .
وروسته د ښووني او روزني د پوهنځي ښوونکو د معلم د مقام په اړه مقالې وويلې او په وروستيو کې د پوهنځي د ادارې او محصلينو له لوري ممتازو ښوونکو ته ستاينليکونه او تحفې ورکړل سوې  .
که څه د ښوونکي ورځ د ميزان د مياشتي ۱۳ مه نيټه ده خو د ښووني او روزني د پوهنځي ادارې وويل چې د يو شمير مصروفيتونو له امله يې دا ورځ پر وخت ونه سوای لمانځلای .