د سترې محکمې ريیس له خپلې دندې استعفا وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61808
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-23

د سترې محکمې رییس او قاضی القضا پوهاند عبدالسلام عظمي له خپلې دندې استفعا وکړه او ولسمشر اشرف غني احمدزي د نوموړي استفعا منلې ده. ولسمشر اشرف غني احمدزي د افغانستان قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست رییس پوهاند عبداسلام عظمي ته د غازي امیر امان الله خان عالي دولتي مډال ورکړ او د قانون د حاکمیت په برخه کې د نوموړي هڅې وستایلي. پوهاند عبدلاسلام عظمي د ولسمشر له لورې د هغه د استعفا د منلو او ده ته د غازي امان الله خان د عالي دولتي مډال د ورکړې له کبله یې له ولسمشره مننه وکړه.