په میوند ولسوالۍ کې د ماین چاودنو ۴ ملکي وګړي وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61835
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-26

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ماین دوو چاودنو څلور ملکي وګړي وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي. د کندهار امنیتي چارواکو ویلي لومړۍ چاودنه د ماما کاریز په سیمه کې هغه وخت شوې چې يوه ډله کليوال او کروندګر په بانډار بوخت وو. دوی وايي چې به دې چاودنه کې دری ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. د همدې ولسوالۍ په ملنګ کاریز سیمه کې تېر ماښام پر یوه موټر سایکل چاودنې یو تن وژلی او دوه نور یې ټپيان کړي چې چاوراکي وايي ټول ملکي وګړي دي.