په تخار کې ترافیکي پېښو ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61867
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-28

په تخار کې د دوو ترافيکي پېښو له امله پنځه تنه مړه او ٣٦ نور ژوبل شوي دي. دا پېښې نن سهار په مرکز تالقانو او رستاق ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي. د رستاق ولسوال عبدالمناف فيضي وايي سهار په شاوخوا اتو بجو د سپرليو يو ٤٠٤ موټر چې له ولسوالۍ څخه د کابل په لوري روان و، د (ازوم کوتل) په سيمه کې له سړک څخه وتلی او چپه شوى دى. نوموړى وايي چې په دې پېښه کې درې تنه مړه او ٣٥ نور ژوبل شوي دي، چې د ولسوالۍ او ولايت مرکز روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيموري د ولايت د مرکز تالقانو ښار اړونده د چشمه شېر په سيمه کې هم يوه ترافيکي پېښه شوې ده. تیمو وايي کال ته روان يو سراچه موټر چپه شوی چې له امله يې د چلوونکي په ګډون دوه تنه مړه او يو ژوبل شوی دی.