که د کابل بانک د قضیې عاملین حاضر نه شي په غیاب کې به یې فیصله وشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61889
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-30

لویه څارنوالۍ وايي، د کابل بانک د دوسیې څيړلو ته یوه اختصاصي محکمه جوړه شوې ده. د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیرعزیزي وايي دې محکمې وړمه ورځ د سترې محکمې د سرپرست په امر کار پیل کړی او تمه ده د کابل بانک د قضیې تجارتي او جزایي اړخونه وڅیړي. عزیزي زیاته کړه، لویه څارنوالۍ په دې هڅه کې ده چې د کابل بانک دوسیې فراري عاملین بېرته افغانستان ته راوستل شي که نه نو دا ځانګړې محکمه یې په غیاب کې حکم کوي. د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې د کابل بانک په دوسیه کې له شاملو ۲۱ عاملانو څخه اوو تنه تراوسه نیول شوي دي.