په افغانستان کې دناټو یو سرتېری وژل سوی دی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61895
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-10-31

دناټو په مشرۍ نړيوال (ايساف) ځواکونه وايي په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل سوی دی . په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا خپره سوې خبرپاڼه کاږي ، چې دغه سرتېري يې نن د افغانستان په ختيځ کې په يوه غير پوځي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. سرچينې د وژل سوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى. د دغه سرتېري په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل سوو سرتېرو شمېر ٦٧ ته ورسېد.