افغان ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجراییوي ريیس عبدالله عبدالله هڅې تیزې کړي چې د کابینې په جوړولو سره د دایمي کار؛ یو پیاوړی سیسټم رامینځته کړي.د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي خبرداری ورکوي؛ ترهغې چې په حکومت کې د سیسټم جوړولو ته جدي پام ونه شي؛ د افغانستان په وضعیت کې به ښه والی رانه شي.ښاغلي محمدي د جمعې په ورځ په کابل کی یوې خبري ناستې ته وویل؛ په هېواد کې د یوه پیاوړي سیسټم نشتوالي سبب شوی چې له وضعیتونو سره سلیقه یي چلند وشي او زیان يې خلک وزغمي.