دننګرهار دبهسودو ولسوالۍ جنایي امر له چاودنې ژوندی ووت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62185
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-11-22

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ جنايي امر په يوه چاودنه کې ټپي، خو ورور يې ووژل شو. دا چاودنه نن سهار په شاوخوا اته نيمو بجو د جلال اباد ښار اړوند د تورخم اډې ته څېرمه شوې ده. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي چاودنه د چسپکي ماين له امله شوې ده. هغه زياته کړه، دغه ماين پر يوه کرولا موټر نښلول شوى و، چې د چاودنې له امله يو تن مړ او دوه ژوبل شوي دي.