هلمند کې د ۲۱۵ قول اردو پرمرکز ډله ځانمرګی برید شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62254
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-11-27

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۱۵ میوند قول اردو پر مرکز شوي ډله یز برید پر شا تمبول شوی او یواځي څلور برید ګر په کې وژل شوي دي.د ۲۱۵ قول اردو مرستیال جنرال غلام فاروق پرواني وویل برید بیګا ناوخته څو تنو وسلوالو کړی و.هغه زیاته کړه چې په دې برید کې څلور بریدګر وژل شوي او برید یې په شا تمبول شوی دی.وسلوالو طالبانو ددې برید مسوولیت اخیستی او وایي دولتي لورې ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده .