د نوي کال د رارسېدو له امله په ډنمارک کې د افغانستان
د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) د مبارکۍ پیغام
قدرمنو هېوادوالو !
پر تاسو ټولو دې سلام وي ، درناوی او نېکې هیلې تاسو او ستاسو قدرمنو کورنیو ته وړاندې کوو .
د نوي کال شپې او ورځې دي ، نوروز دی ، د طبعیت او انسان د بیا راژوندي کېدو وخت ، د زرغونتیا او سمسورتیا وخت ، د لرغونو او عنعنوي مېلو او جشنونو وخت .د ګل سرخ او ارغوان د مېلو وخت .د خوښیو او نویو دوستیو وخت .ددغه نېکمرغه مهال د نېکمرغه شېبو له امله تاسو ټولو قدرمنو هېوادوالو ته هر چېرې چې یاست د زړه له تل نه د مبارکیو ژور مراتب وړاندې کوو .
افغان ملت یو بل کال هم تېر کړ ، خو لا هم دغه ولس له زیات شمېر بدمرغیو او نا امنیو سره مخه ښه و نه کړه .لا هم ډېرې کورنۍ په نس مړې نه دي .اوس هم ډېرو هېوادوالو ته د ټوپکمارو د ټوپکونو ګواښ متوجه دی ، لا هم بېسوادي او ناروغي له هېواد نه ورکه نه شوه ، اوس هم بېکاري ، د خانانو او سیمه ایزو مفسدینو نارواوې پر افغان ولس جاري دي .اوس هم د سولې دښمنان د وینو د تویولو بیا او ډېر لیوال دي .لا هم مرکزي او د اهلیت پر بنسټ جوړه اداره په افغانستان کې ټینګه نه شوه ، اوس هم د بشر د حقوقو ناقضان په کابینه او واک کې ګرځي .لا هم د افغانستان له ملي خپلواکۍ ، ملي حاکمیت ، ملي هویت او ملي مسُلې سره لوبې کیږي .تېر کال داسې هم وشول چې د افغان او افغانستان له نوم او هویت سره د دښمنۍ نغارې ښه په زور کې وې او په دولت کې وي ، خو چا یې مخه و نه نیوله .ان د یو ملي سرود په جوړولو لا بریالي نه شوو .تېر کال هم یو شمېر افغان دښمنه عناصر د ( افغانستانیانو ) په نامه دې ته نیغ نیغ کېدل چې څنګه د افغانستان ملي هویت او تاریخ ورک کړي ، او په دې لاره کې یې د خپلو ژبنیو تعصبونو په لړ کې د پښتو ژبې د جرړو د بیخي وېستلو ناکامه هڅې هم وکړې .لا هم دولت د ولس دې غوښتنې ته ځواب ور نه کړ چې د دوي بچیان دې په کابل او نورو سیمو کې پر پښتو ژبه زده کړې وکړي .
د نوي کال بختورې ورځې دي ، څه به مو پر زخمونو مالګې دوړوو ، دا مو هسې په تېر کال کې د خپلو رنځونو یوه کوچنۍ برخه تاسو سره شریک کړه .
تاسو ته د نوي لمریز کال د رارسېدو له امله یو ځل بیا د خپلو مبارکیو مراتب تجدیدوو، او روان کال تاسو او ستاسو بچیانو ته د هیلو او غوښتنو د ترسره کېدو کال غواړو .
په نوي کال کې د نویو هوډونو سره د ټول افغان د اتفاق او اتحاد په هیله
په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) په استازیتوب
یوسف هېواددوست