غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62329
انور کاکړ
دخبریدو نیټه : 2014-12-06

څه بې کسي وه څه هجران راباندي زور کړی وو
 خوشحالي کمه وه خفګان راباندي زور کړی وو
 ته به همدا فکر کوې چي زه دی نه یادوم
 خو جدايي دي په ایمان راباندي زور کړی وو
 له ماشومتوبه په همدې بلا اوښتی ومه
 تل به غمونو د جانان راباندي زور کړی وو
 سوال ته مي نه پریږدي مغروره پښتنه حوصله
 خیر که څومره زمان راباندي زور کړی وو
 له بزرګیه نیغي سترګي په لار نه ګرځوو
 د نظرونو امتحان راباندي زور کړی وو
 دا چي نشه وم تر سهاره په خور نه راتلمه
 انوره ستا د خولې بیان راباندي زور کړی وو