سرنوشت:اجرایوي ریاست د زیاتو امتیازاتو په لټه کې دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62385

دخبریدو نیټه : 2014-12-10

د چارو ځیني شنونکي وايي چې د اجرائیوي ریاست لپاره غټ تشکیل په اداره کې کاري پړسوب او بودجوي کسر رامنځته کوي او په دې برخه کې باید ملي شورا خپل مسوولیت ترسره کړي او له حکومته دې سپیناوی وغواړي. مشرانو جرګې پرون د بودجې پر طرحه بحث درلود چې له مشورتي نظر سره یو ځای ولسي جرګې ته په استولو یې د دې جرګې د یو شمېر غړو تر سختې نیوکې لاندې راغله او د اعتراض په توګه له غونډې ووتل. اعتراض کوونکو ويل چې د بودجې په طرحه کې د ولايتونو ترمنځ انډول په پام کې نه دى نيول شوى او يواځې د حکومت د اجرائيه رياست لپاره ٧٠٠ نوي کارکوونکي په پام کې نيول شوي چې مناسب نه دي. سیاسي شنونکي وايي چې د اجرائیه ریاست لپاره دومره لوی تشکیل د دې هڅه ده څو دغه پوست د صدراعظمي پر څوکۍ بدل شي. د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند سرنوشت ته وویل، د اجرائیوي ریاست لپاره دومره لوی تشکیل د دې لپاره هڅې دي چې دغه پوست په صدراتي پوست بدل شي. ځلاند زیاته کړه، دا یوه سیاسي لوبه ده او افغان ملت، سیاسیون او ملي شورا باید دغه ټکي ته پام وکړي چې د اجرائیوي ریاست لپاره په یاد شمېر تشکیل ته اړتیا نشته او مخه یې باید ونیسي. نوموړي د دغه کار موخه د بهرنیانو او ځینو حکومتي داخلي کړیو له خوا هغه ناسم پلانونه وبلل چې په پلي کېدو یې غواړي هېواد په یو ډول له مرکزي نظامه بې برخې کړي. دغه راز سیاسي کارپوه عبدالجبار قهرمان سرنوشت ته وویل چې د بودجې طرحه د اعتراض وړ وه او د ولایتونو په اړه په کې انډول په پام کې نه وو نیول شوی. هغه زیاته کړه چې اوس په هېواد کې دوه حکومتونه دي او د دوی ترمنځ سیالي ده، هر یو یې هڅه کوي چې باید ډېر تشکیل ولري او ډېر امتیازات ترلاسه کړي. ولسمشر اشرف غني مخکې له دې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو بشپړې پایلې اعلان شي اجرائيوي پوست رامنځته کړ، چې په لومړيو کې د دغه پوست لپاره احمد ضیا مسعود په پام کې نیول شوی و خو د ټاکنو د پایلو پر سر د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره تر ډېرو لانجو او ناندریو وروسته دغه پوست ډاکتر عبدالله ته ورکړل شو.