خوږې مورې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62392
حافظ مایار
دخبریدو نیټه : 2014-12-10


 مورې ببو مورې ادې مورې
 ادکۍ مورې مې یی خوږې مورې
...
ستاپه شدو او صداقت مې قسم
 ستا په دعا او برکت مې قسم
 له جنتې مقام د جار شم مورې
 ستا په همت او په زحمت مې قسم
 ستا تکلیفون بیخوبي یادوم
 ستا حوصله او همدردي یادوم
 چې را یادیږې زړه مې وران غوندی شي
 دا لوی جهان لکه زندان غوندی شي
 اوښکې تويږي په ګریوان مورې
 بیا نه پوهیږمه په ځان مورې
 اه ل دقبر جنتي کړه مورې
 اه ل د قبر نو را نې کړه مورې
 حفیظ ملیار د ارمانجن پاته یم
 پټ په زړګي کې تل غمجن پاته یم