د توت ونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62399
یوسف هېواددوست
دخبریدو نیټه : 2014-12-10


هغه به هره ورځ همدا یوه خبره کوله ، په تکرار تکرار به یې ږیل : د توت ونه ، ناځوانو ، غلو ... د توت ونه ...د توت ونه . ما په دې خبره  ډېر فکر کاوه  ، ما لا څه چې  تولو کلیوالو  په لومړیو څو ورځو کې ،همدې سوچونو بسې اخیستي ول  چې جانو  ، رک ـ روغ ځوان ولې داسې یو دم  لیونی شو او داسې اپلتې وایي ؟ ولې بې ربطه خبرې کوي ؟ولې تل د خبلې کلا ، هیڅ هم نه وایي ...یوازې همدا دتوت ونه  او د ناځوانو ، اصطلاح یادوي ؟اخر ولې /ده ولې خپل اعصاب له لاسه ورکړي ؟ دی خو د کلي ډېر مټور ، ګلالی ، لمونځ ګذاره  او مخ ماتی ځوان و ، او اوس ...دا څه موده کیږي چې په مخ خیرن ، په سر سرتور  او لوغړن ...دېخوا او ها خوا په کلي کې ګرځي  او پرته له دې چې ...کوم غړپ اوبه یا شړومبې  له چا وغواړي ...یا کومه ګوله ډوډۍ وخوري ...بس ، د کلا  مخې ته د ویالې  ّ غاړه ناست وي ،ژاړي او اپلتې وایي ...لکه د چا چې تبه وي .خلک د ده په ډېرو خبرو نه پوهیږي ، خو په ټولو خبرو کې په یوه خبره ټول پوهیږي او هغه د ( د توت ونه ...ناځوانو ، غلو ...)ده ، بس په دې خبره یې ټول پوهېدل .په لومړي سر کې ما ته هم پوښتنه وه چې په جانو باندې څه ټکه رالوېدلې ...چې داسې په بل مخ اوښتی ؟هغه له کومې ورځې چې بېرته خپل کلي او کور ته راغلی  ...چندان په حال نه و ،خو دا یوه میاشت کیږي چې بیخي لیونتوب کوي .خدای شته  چې ما به هم شبې شپې ، سبا کړې ...په جانو  به مې فکر کاوه ...اخر زما د وړکتوب د پېر ملګری دی .ښه مې یادیږي چې د جومات نه به چې راخلاص شو ...نو مخامخ به د نییو (نی)ډنډ ته لاړو ،تر غرمې به مو  مرغۍ ، مرغاوۍ او شامه تورې ، او یا به مو په وړو ویالو او جوچو کې رڼاګه کې او چتکي نیول .د رنا ګه کو د نیولو په وخت کې د هغه دا زمزمه مې تراوسه په یاد ده  ...څه ښه به یې ویل : شاخ جوی ...شاخ جوی ، تولې رڼا ، کولې رڼا ...او یا د شامه تورو د نیولو په وخت کې به یې ویل :  شامه تورې ، تکې تورې ـ زه دې خورم،  ته راته ګورې .
هوکې !جانو چې اصلا نوم یې جان محمد و خو موږ په کلي کې له مینې هغه ته جانو ویل ، له ماشومتوبه زما ملګری دی ، او یو سهار مې  له ځان سره سوچ وکړ چې  نن به خامخا جانو چېرته ګوښه کوم ...او ورسره د زړه خواله به کوم ، چې زه وپوهیږم  دی ولې او په څه ځوریږي ؟ولې لیونتوب کوي ؟دده مقصد له (ونې ) کومه ونه ده ؟دا ناځوانان څوک دي ؟او دی غله چا ته وایي ؟ له هیڅ چا سره مې مشوره و نه کړه  .ادې مې هم ښې نینې راکړې چې ښې په ګوړې اخته شوې وې .ما هم نینې په جیب کې واچولې او د جانو دوي د کلا پر خوا ور رهي شوم .په لاره کې مې د کلي ځینې ځوانان هم مخې ته راتلل.د احمد جان ماما  د باغ سره مې د کلي ملا ولید چې له څو مخورو سره  یې دا خبره کوله چې : دا خو څه بد کار نه دی ، ښه شوچې د دې بې دینو  سرطاقونه  یې راوړي ...دلته به د کوم مسلمان په درد وخوري . زه ښووی ترینه تېر شوم  ، ځکه په دې ډله کې د کلي ملک هم و  ، نه چې ما ته مخ راوړوي او په کوم بېګار مې  اخته نه کړي .له دوي نه چې مې سترګې نهامې شوې ، په ځغاسته مې ځان د کلی  وران ښوونځي ته ورسوو .دښوونځي خو هسې نوم پاتې دی ، خو بیا هم  په سوځېدلي انګړ کې یې  ،زنکیان سره راټولیږي  او د بازګل اکا  ځوی دوی ته  کله کله سبقونه وایي .خدای دې ورسره ښه وکړي .چې ښوونځی و هلکان هم له لوچکۍ نه خلاص شوي ول ، اوس هم غنیمت ده ډېرئ  زده کوونکي همدلته په دې وران ښوونځي کې مصروف وي  او شکر دی اوس څه الف ، ب لیکلی شي. دښوونځي خوا ځکه لاړم چې ما ویل ګوندې نه چې جانو  دلته وي ، ځکه هغه له پخوا نه دکلي د ښوونځي له پیتاوي سره به کېناسته  او سپین ږېرو نه به یې د پخوا وختونو ، د خپلواکۍ د وختونو د غزاګانو او د سقاو د ځوی د ظلمونو کیسې اورېدلې .خیره  له ښوونځي شا او خوا راوګرځېدم خو له بده مرغه جانو هلته نه و .ناحاپه مې ذهن ته راغلل چې ښایي د خپلې کلا د ویالې سره به وي .مخامخ همالته ورغلم .زما اټکل سم و .د ویالې پر شا او خوا راوګرځېدم ،لږ چې وړاندې د دوي د کلا دروازې ته نږدې د ویالې څنډې ته ورسېدم نو هماغه  خبرې او هماغه نومونه مې بیا ترغوږونو شول :ناځوانو ، غلو .د جانو چې پر ما سترګې ولګېدې ،سترګې یې له اوښکو دنډ شوې .یوه شېبه خو مې داسې فکر وکړ چې جانو روغ شوی .د کوچنیتوب څېره یې زما په ذهن کې راڅرګنده شوه .ورنږدې شوم  په غېږ کې مې ونیو .هغه په هق هق وژړل او د ژړا په مینځ کې یې د یو ډول زړه وراونکي ځګېروي سره دا خبره کوله : د توت ونه ، زما او ستا د ماشومتوب  نښه ...زموږ د پټ پټانې نښه ...په ګرمۍ کې زموږ د یخ سیوري زانګو ، زموږ د یارانو د لیدو نښه ...ګوره ...نور نو هغه ونه ، هغه نښه  نور، نو هغه  نشته .هغه یې له بېخه  ووهلې .تېرې تېرې ارې یې ور نه تېرې کړې .ښاخونه یې ورته اره کړل .شریف ګله پوهیږې کنه ، هغوي زما د زړه ریښې اره کړي .دې ناځوانو ته چې مې هرڅومره عذر وکړ ، ویې نه منله .دا غله دي .وګوره زموږ کلا یې را ورانه کړه .کلی ټول د دوي له غلا او چور نه په کنډواله بدل شو .کلی به بیا ودان شي .خلک څوک نشي ورکولای ، خو زما د توت ونه به  بیا راشنه نه شي .هغه خو لکه یو ژوندی انسان زما او ستا د کلونو کلونو ملګرې وه .هغې سره زموږ د پلرونو او نیکونو کیسې هم وي ،هغه ونه به بیا راشنه نه شي ، بیا به د ویالې  په شنو او روانو اوبو ، د دې ونې توتان راونه لویږي ...او زه به د لامبو ...په ترڅ کې ، او د خپل پو(پوف ) ، شوي پرتوګ ،په نڅا کې ، نور نو په دغو روانو اوبو، یخ روان توتان ونه خورم...زړه مې چوي...اوراخلم ، خدای دط دوي ته اور واچوي .جانو دا خبره وکړه او پاڅېد او د خبلې ورانې کلا پر لور د ورتګ په لاره کې مې بیا ورڅخه واورېدل چې : د توت ونه ، ناخوانو ، غلو ...
پای