د وخت پای کتاب په پښتو کې خپور شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62420

دخبریدو نیټه : 2014-12-13

/ علامه محمود طرزی ټولنه - هلمند
د وخت پای د ډاکټر شاهد مسعود اثر دی، له اردو ژبې په دې وروستو کې هلمندي لیکوال او ژباړن احمد شاه پاڅون پښتو کړی. کتاب پنخو څپرکو کې د کیامت نښې، قرانکریم او قیامت نښې، د سپوږمۍ د ماتېدو پېښه، د مهدې امام څرګندېدل، د دجال فتنه، د یهودو مسیح دجال او دې ته ورته نور اړین موضوعات د قرآن او احادیثو په رڼا کې را اخیستي.
پر دې سربیره کتاب کې دې پوښتنو هم ځوابونه موندلای شئ. د مسلمانانو اوسنی وضعیت کومه خوا روان دی؟ د نړیوالو او غرب سیاسي حالت د څه شي په لټه دی؟ د اسلام او ننني ساینس څه تړاو دی؟ او دې ته ورته نورې پوښتنې ځوابېدلای شي.
ژباړن هڅه کړې چې کتاب په ډېره خوږه او روانه پښتو وژباړي. کتاب کې راغلي قرآنې ایاتونه، نبوي احادیت، دینې او اکاډمیک ویې یې په ډېر غور ژباړلي. د کتاب لیکنه دومره خوږه ده، په اند مې چې هر څوک به یې په خوند بې له کومې ستونزې ولوستلای شي.
کتاب په ښه کیفیت تاج منور کتاب او قرطاسیه بنسټ– هلمند  چاپ او علامه محمود طرزي ټولنې زر ټوکه په اندازه خپور کړی. کتاب څه باندي ۱۷۰ مخونو کې راټول شوی، د کتاب د سختو ویو او نورو اړوند موضوعاتو ښه روښانتیا لپاره ژاړن لمن لیکونه هم راوړي.