افغانستان اوپاکستان د افراطیت پروړاندې پرمبارزه ټینګار وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62486
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-12-17

افغانستان او پاکستان په سیمه کې د افراطیت په له منځه وړلو کې پرګډه همکاري ټینګار وکړ.ولسمشر اشرف غني پرون د پاکستان له لوى درستيز سره، چې د يوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته راغلى، په ارګ کې وکتل .له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي ، چې راحيل شريف د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په افغانستان، پاکستان او سيمه کې د افراطيت او ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې د پياوړتيا په موخه کابل ته راغلى دى.ولسمشر محمد اشرف غني، پېښورکې پر يوه ښوونځي د طالبانو له لوري بريد په کلکه يې غندلى دى.او ویلي يې دي "اوس هغه وخت رارسېدلى، چې پاکستان او افغانستان دواړه په رښتينولۍ او پوره اغېزمنتيا سره د افراطيت او ترهګرۍ پر وړاندې ګامونه پورته کړي."