امانت نوى افغاني فلم عزيزي سېنما وړاندي كوي
عزيزي سېنما تر اوسه درې فلمونه جوړ كړي دي په ۱۳۸۰ كي يې ((غربت))، ۱۳۸۱ كي ((بازګشت به اشيانه)) او په ۱۳۸۴ كي يې نوى فلم د ((امانت)) په نوم جوړ كړ.
د امانت فلم لارښود او سناريو ليكوال هدايت الله عزيزي او وړاندي كوونكى يې عبدالله عزيزي دى.
دا فلم د درو مياشتو په ترڅ كي په كندهار كي بشپړ شو، په دې فلم كي د افغانستان نامتو هنرمندانو اكبر عبدالله عزيزي هم كار كړى دى او دى تر ۱۴ كالو وروسته يو ځل بيا د سېنما پر پرده راښكاره شوى دى.