د کندهار ولايتي شورا په خپله نوبتي غونډه کې د کونړ ولايت پر دانګام ولسوالۍ د وسله والو بريدونه وغندل او له حکومته يې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکو د شمېر زياتولو غوښتنه وکړه. د ولايتي شورا د غونډې يوه برخه همدې موضوع ته ځانګړې شوې وه چې په ترڅ کې يې د پېښې د قربانيانو ارواوو ته دعا هم وشوه. د کندهار د ولايتي شورا غړي وايي، سلګونو وسله والو چې ډېرى يې پاکستانيان دي، د دانګام پر هغو بې وسو وګړو وسله وال بريد کړى چې د هغوى د ظلمونو او ناروا کړنو پر وړاندې درېدلي دي. هغوی د وسله والو له خوا په دغه بريد کې د خلکو د کورونو د سوځولو پېښې دردوونکې وګڼلې او دا يې د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف کار وباله. د کندهار دو لایتي شورا غړو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په کونړ ولايت کې دې د امنيتي ځواکونو شمېر ډېر کړي، تر څو هم د دغو وسله والو او هم د پاکستان د توغنديزو بريدونو مخنيوى وکړي.