دفاع وزارت وایي په څو ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.باختر خبري آژانس د دفاع وزارت په حواله راپور ورکوي چې دغه تصفیوي عملیات؛ په ننګرهار، بدخشان، غزني او جوزجان ولایتونو کې شوي دي.په خبر کې دا هم راغلي چې د دې عملیاتو پر مهال لس تنه وسله وال مخالفین ټپیان شوي دي او ۱۰۷ تنه نور له مخالفینو سره دهمکارۍ په تور نیول شوي دي.