ملګري ملتونه:۲۰۱۴کال د افغان ملکیانو لپاره خونړی کال وو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62504
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-12-20

ملګري ملتونه وايي ۲۰۱۴ کال د افغان ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی کال و. په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي د ۲۰۱۴ کال له پیله ۳۱۸۸ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د بشري حقونو د برخې مشرې ویلي د روان زېږدیز کال له پیله د نومبر میاشتې تر ۳۰ نېټې ۳۱۸۸ ملکي افغانان وژل شوي او ۶۴۲۹ نور ټپیان شوي دي. شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیاته شوې ده.