ویکیلیکس:دطالب مشرانو په نښه کول ګټور نه ول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62505
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-12-20

ویکیلیکس وېبپاڼې د سي آی اې یو راپور افشا کړی، چې وايي د وسله والو طالبانو د مشرانو په نښه کولو پر دې ډلې پاموړ اغېز نه دی کړی. د سي آی اې دغه راپور په ۲۰۰۹ کال د یولړ هغو تحلیلونو پربنسټ جوړ شوی، چې وايي:''په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو ځینې مهم مشران په نښه شوي دي، خو د راپور پایله دا شوې ده چې ''د وژل شویو طالب مشرانو د ځای ناستو ټاکلو د ایتلافي ځواکونو عملیات له خنډ سره مخ کړي دي، ځکه طالبان بیا پیاوړي شوي دي.