په کندهار کې پوليسو شاوخوا دوه ټنه نشه ايي توکي نيولي دي ، سيمه ايز مسوولين وايې ، چې د نشه ايي توکو د کر او قاچاق د مخنيوي دپاره يې ټول امکانات په کار اچولي دي او تېره اونۍ يو شمير لاسته راوړني هم لري .
د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې تر يو ټن زيات نشيي توکي د دوو بېلا بېلو عملياتو پر مهال نيول سوي دي او دغه توکي نن د امنيه قوماندانۍ اړوند د نشيي توکو په وړاندي د مبارزي مديريت ته وسپارل سول .
.دکندهار د امنيه قوماندانۍ د نشيي توکو په وړاندي د مبارزي مديريت د کشف او استخباراتو مدير محمد اسمعيل غوثي رسنيو ته وويل چې د ژړۍ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې يې د دوو بېلو عملياتو پر مهال څه کم يو نيم ټن چرس د يو تن سره يو ځاى نيولي دي.
نوموړی وايې ، چې د تېري يوي اونۍ پر مهال د بېلا بېلو عملياتو په ترڅ کې په زياته کچه تارياک، هيروين، وسلې او چرس هم تر لاسه کړي دي .
هغه زياته کړه چې د تېر يوه کال پر مهال يې د کندهار په ميوند، ژړۍ، او نورو سيمو کې څه کم پنځلس ټنه نشيي توکي نيولي دي چې ډېره برخه يې تارياک او چرس دي.
له بلي خوا د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ امنيه قومندان معصوم خان وايې ، چې تېره شپه ماخستن او نن سهار يې ديارلس سوه کېلو ګرامه چرس تر لاسه کړي دي ، .ده وويل چې دغه توکي يې د خپلو ګزمو پر مهال نيولي او په ولسوالۍ کې يې د پوليسو په مټ د قاچاقو لاري تړلي دي.
د کندهار امنيه قومانداني وايې ، چې د نشه ايي توکو د کر ، استعمال او قاچاق په برخه کې يې امکانات زيات سوي دي او هڅه کوي چې خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ کړي .