نیویارک ښار کې یوه وسله وال ۲ پولیس وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62521
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-12-21

د امریکا په نیویارک ښار کې یوه وسله وال دوه پولیس د هغوی په موټر کې د ګزمې پرمهال په ډزو وژلي او بیا یې خپل ځان هم وژلی دی. د نیویارک د پولیسو د ادارې استازي بل براټن ویلي پولیس د هغوی د دندې له کبله په نښه شوي دي. چارواکو ویلي، وسله وال تر برید وروسته د اورګاډي یوه تمځای ته ننوتلی او هلته یې خپل ځان وژلی دی. اټکل دی چې برید کوونکی ۲۸ کلن اسمعیل برینزلي دی. ولسمشر اوباما د دې پېښې په اړه د پلټنې سپارښتنه کړې ده.