غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62525
مصطفی آرین
دخبریدو نیټه : 2014-12-21


 آ، پرونې خــــال دې نن نه وینمــه بـیا په تـندي
 اخ ،درنه ځارشـــم ګــرځوه شپه تر سبا په تندي
 چې چیرته ډزوشي معصوم ،معصوم کتونه دې ځار
 ځـــــکه دې خـــال هغــسې نه کوي رڼا په تندي
 ښــــــکلوته ګــورمه قســـمته څـــه ویلـې نـشــم
 لــکه ګـــونګــې په اشــارو وړمـــه بلا په تــندي
 جانانه اوس که په تندي دې ځان ته ځائ نه وینم
 بیا خــو به جوړه کړې یو ورځ راته کلا په تندي
 آرینه يو ځـــــــل راته بیا په مــسکــیدو وګــوره
 غوصه دې خوندکوي چې بیا مې کړې پخلا په تندي