سيلاب Syllable هجا:
هغه توری یا توري دي چي په ادا کولو سره یې خوله یو ځل خوځیږي. کیدلای سي چي سیلاب یو توری وي. کیدلای سي دوه توري وي لکه تا، ما، دی، او. درې توري وي لکه مور، خور، شور، پور، واټ، شین او کیدلای سي څلور توري وي لکه پلار، پراخ، سریښ، شلنډ، او نور. له یوه او دوو تورو څخه جوړ سوي سیلابونه لنډ او له دریو او څلورو تورو څخه جوړ سوي سیلابونه زیاتره اوږده وي. خو که سیلاب اوږد هم وي په نظم کي بیا هم د یوه واحد په سترګه ورته کتل کیږي او د نظم په تول کي چنداني توپیر نه راولي. ټول نظمونه له بیتونو څخه جوړ دي او هجاوي د بیتونو دواړو خواوته، چي موږ یې نیم بیتی یا مصراع بولو، زیاتره په مساوي توګه ور لویږي او د نظم انډول برابریږي.
له هغه چي پو هیدلی په ښه بد یم ۱۲ سیلابه
رسیدلی د پنځه پنځوس تر حد یم ۱۲ سیلابه
ماشوخیل
زه له خپله بخته چا و ته فریاد کړم ۱۲ سیلابه
چي پرون یې را ته مخ وو نن یې شا کړه ۱۲ سیلابه
خوشحال خان
سیلاب د نظم کاڼی بلل سوی دی. ګواکي نظمونه د سیلابونو په واسطه تلل کیږي او د نظم، په تیره بیا پښتو نظم، منقدینو داسي انګیرلې ده چي که چیري په یوه نظم یا نظمونو کي د سیلابونو شمیر کم او زیات وي نو په نظم کي سکته ګي او بیخوندي راځي. خو په پښتو نظم کي د هغو بیتونو شمیر زرهاوو ته رسیږي چي د یوه سیلاب توپیر یې منلی دی او په نظم کي هیڅ ډول سکته نه احساسیږي. اوس نو دلته سوال پیدا کیږي، چي که خبره دا سي وي نو بیا د سیلاب اهمیت په څه کي دی او څرنګه یې موږ د نظم کاڼی بللای سو. خو توجه باید دې خبري ته وسي چي د سیلاب دغه کمبود د نظم په کوم ځای کي راغلی دی. کله کله د یوه سیلاب یا حتی نیمي هجا توپیر په یوه نظم کي ډیره لویه بیخوندي راوستلای سي، خو کله کله د یوه بشپړ نظم په هر بیت کي د یوه سیلاب زیاتوالي او کموالي ته د چا توجه قدر هم نه اوړي. په پښتو نظمونو کي د سیلاب دغه راز کموالی معمولا د غزلونو او نظمونو په مطلع او وروسته د نظم تر پایه پوري په دوهمه مصرع کي راځي. که د سیلاب دغه زیاتوالی او کموالی د مصرع یا نیم بیتي د وروستي توري پر ځای د نظم په منځ کي راسي ښایی نظم بیخونده کړي.
البته پښتو نظم یوازي د یوه سېلاب د زیاتوالي او کموالي په برخه کي خاص قواعد لري.
لومړی: پښتو نظم، په تیره بیا غزل، مثنوي او قصیده یوازي د یوه سیلاب زیاتوالی او کموالی مني. که یې شمېر له یوه سیلاب څخه زیات سي په نظم کي بیخوندي او سکته ګي را ځي. په فارسي نظمونو کي دغه قاعده نسته او کله کله حتي تر څلورو سیلابونو پوري کموالی او زیاتوالی مني؛ خو په نظم کي سکته ګي او بیخوندي نه احساسیږي. موږ به یې وروسته مثالونه ورکړو.
دوهم: د پښتو غزل او قصیدو په مطلع کي هیڅ وخت په سېلاب کي کموالی او زیاتوالی نسته بلکه دواړه نیم بیتي مساوي سېلابونه لري. په داسي حال کي چي د فارسي نظم په ځينو غزلونو کي په مطلع کي، حتی، درې سیلابونه کموالی او زیاتوالی وینو، چي وروسته به په مثالونو کي اشاره ورته وکړو.
د ریم: د یوه سیلاب زیاتوالی هر وخت د مطلع څخه وروسته په لومړیو مصراعو، یا د ښی خوا په مصراعو کي، راځي. دا سي هیڅ وحت نه پیښیږي چي د نظم د کیڼي خواپه مصراع کي د یوه سیلاب زیاتوالی راسي. فارسي نظم دغه قاعده نه ده منلې او کیدلای سي چي د نظم په دواړو خواوو کي د یوه یا زیاتو سیلابونو کموالی او زیاتوالی ووینو، چي مثالونه به یې وروسته ورکړو. اوس به د پښتو ژبي د هغو نظمونو مثالونه راوړو چي د یوه سیلاب کموالی او زیاتوالی پکښي راغلی دی.
چي مي وکی ستا د عشق په کار آغاز ۱۱ سیلابه
سختي چاري سوې را پیښي راز په راز ۱۱ سیلابه
هیڅ خبر نه وم د هجر له ماتمه ۱۲ سیلابه
چي غمونه زیات و کم لري دراز ۱۱ سیلابه
ملا عبدالسلام
صبوري کاندي سړی آتش نفس ۱۱ سیلابه
بدخواهان یې شي د اور په لمبه خس ۱۱ سیلابه
د مظلوم د آزار غشی رسا لګي ۱۲ سیلابه
هیڅ ګوزار یې خطا نه درومي عبس ۱۱ سیلابه
ماشوخیل
که دي تخت په هوا درومي چي مین یې ۱۲ سیلابه
بندیوان یې کم قوته نه یې خلاص ۱۱ سیلابه
لا دي زړه په ښکلیو نښتی دی حمیده ۱۲ سیلابه
چي د خلقو له تهمته نه یې خلاص ۱۱ سیلابه
ماشوخیل
آب و تاب زما د داغ ۷ سیلابه
کوز کړ نمر څخه دماغ ۷ سیلایه
ستا د مخ له خجالته ۸ سیلابه
مخ دیوال ته ونیو باغ ۷ سیلابه
وچ کوګل لانده لیمه دي ۸ سیلابه
د غمونو باغ و راغ ۷ سیلابه
ماشوخیل
که درلودی دلبرانو څه انصاف ۱۱ سیلابه
نشته ما غوندي په مینه کي څوک صاف ۱۱ سیلابه
که شانه غوندي مي زړه شګاف شګاف شه ۱۲ سیلابه
ځای یې نه مومم د زلفو په شګاف ۱۱ سیلابه
هسي بد ایسي خوبان په رقیبانو ۱۲ سیلابه
لکه واخلي سګ بازي په لاس اشراف ۱۱ سیلابه
ماشوخیل
دغه راز په هغو دوو نورو شعرونو کي چي د یوه د ردیف وروستی توری ساکن کاف او د بل د قافیې وروستی توری یا روي هم ساکن کاف دی. په لومړي شعر کي سیلابونه بشپړ او په دوهم کي یو سیلاب کمبود دی.
څو ایرې نه شي په مینه د حبیب څوک ۱۲ سیلابه
تور به نه کا په بل شان مخ د رقیب څوک ۱۲ سیلابه
کله شي له لیونیو روغي چاري ۱۲ سیلابه
عاشقان څوک، ادبونه د ادیب څوک ۱۲ سیلابه
ماشوخیل
د دوهم شعر مثال:
چي له غمه دي د ورځو خښوم په سینه نوک ۱۵ سیلابه
هر پرهر د نوک هلال شي په سینه زما ملوک ۱۵ سیلابه
هر چه خوب لکه غنچه کا په طلب د ګلندامو ۱۶ سیلابه
په پیغور د هغو سترګي شبنم وکاږي په نوک ۱۵ سیلابه
ماشوخیل
هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده ۱۲ سیلابه
اتفاق ورڅخه نشته ډیر ارمان ۱۱ سیلابه
که توفیق د اتفاق پښتانه مومي ۱۲ سیلابه
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان ۱۱ سیلابه
موږ له دغه شعر څخه وروسته د خوشحال خان په دیوان کي د ساکن نون په قافیه درې نور غزلونه لرو چي د ټولو مقطع او د غزلونو دوهمه مصرع یوولس سیلابه او له مطلع څخه روسته لومړۍ مصرعی یا نیم بیتي یې دوولس سیلابونه لري. دغه راز د ساکن نون په قافیه یوبل غزل:
چي ترس یې د زړه نه وي نه عمل لري د نیکو ۱۵ سیلابه
په دايې نظر مه کړه چي په یاد لولي قرآن ۱۴ سیلابه
چه خدای یې په لار نه کا په ویل به په لار نه شي ۱۵ سیلابه
که پاڅوې له ګوره و هغه و ته لقمان ۱۴ سیلابه
خوشحال خان
و ګفتار و ته یې مه غړوه سترګي ۱۲ سیلابه
په کرده په عمل ګوره کس ناکس ۱۱ سیلابه
دوه سړي په باغ کي ګډ شي یو، ګل ګوري ۱۲ سیلابه
دویم ګرځي په طلب د خارو خس ۱۱ سیلابه
خوشحال خان
دانشمند په خوارۍ خوار جاهل کامران دی ۱۲ سیلابه
د سړي طالع په کار دی نه هنر ۱۱ سیلابه
چه د زرکو ښکار په غره کښي پیدا کیږي ۱۲ سیلابه
باز په داسبب نیولی دی لوی غر ۱۱ سیلابه
خوشحال خان
خبر د هغو تللیو بیا په بیارته چا را نه وړو ۱۵ سیلابه
له حاله له احواله یې هر څو که څوک پوښتم ۱۴ سیلابه
دلې چي څوک لیده شي نن یې شپه په دا بانډه کښي ۱۵ سیلابه
آخر یې له دې ځایه وار په وار واته ګڼم ۱۴ سیلابه
خوشحال خان
چي غاښونه دي همیش په خندا سپین وي ۱۲ سیلابه
زمانه به دي خوله ماته که په سوک ۱۱ سیلابه
ته به څرنګ د روټۍ په چا خیر وکړې ۱۲ سیلابه
چي محکم دي زړه تړلی دی په ټوک ۱۱ سیلابه
د رحمن بابا په لاندني حمد کي د غزل مطلع په یوولس سیلابه پیل کیږي او نور نو تر پایه پوري د غزل ښی خوا ته دوولس او کیڼي ته یوولس سیلابه راځي.
ګوره هسي کردګار دی رب زما ۱۱ سیلابه
چي صاحب د کل اختیار دی رب زما ۱۱ سیلابه
همګي بزرګواران چي څوک یې وايي ۱۲ سیلابه
تر همه وو بزرګوار دی رب زما ۱۱ سیلابه
په بل غزل کي، چي هغه هم په زما ختمیږي مطلع دیارلس او د غزل ټول د ښي خوا مصرعي څوارلس سیلابونه لري.
سل ځله که وخوري ناصحان ځیګر زما ۱۳ سیلابه
بېل به ځبله نه کا در دستا او سر زما ۱۳ سیلابه
صبر ستا په عشق کي دا خبره څوک او زه څوک ۱۴ سیلابه
نشته ددې چاري توان یو موی قدر زما ۱۳ سیلابه
رحمن بابا
غم د دلبرانو وي ژوندون د عاشقانو ۱۴ سیلابه
زړه مي سمندر شه سره لمبه وطن زما ۱۳ سیلابه
زه چي کله ځیر شم د خوبانو و رخسار ته ۱۴ سیلابه
پاتو شي تصویر غوندي بې روحه تن زما ۱۳ سیلابه
معزالله خان
د معزالله خان مومند په یوه بل غزل کي چي د پورتني غزل په څیر د زما په ردیف پای ته رسیږي او د « ز» توری یې د پورتني غزل په شکل پیښ لري، مګر سیلابونه یې په ټولو نیم بیتیو کي یو شان او بشپړ دي. په داسي حال کي چي له دې څخه مخکي د هغه په اتو نورو هغو غزلونو کي چي د زما په ردیف پای ته رسیږي او د ز توری یې پیښ لري، او په عین شکل حرکت کوي، د ټولو په مطلع او دوهمه مصراع کي تر پایه پوري یو سیلاب کم دی. ګواکي د سیلاب د دغه راز کمبود د علت د تشخیصولو لپاره د خاصي قاعدې ایښودل هم ګران کار دی.
رنګ شه زیړ تر زر زما اوښي دُر ګوهر زما ۱۴ سیلابه
کبر کا د لبر زما ناخلي مال و سر زما ۱۴ سیلابه
صبر مي له زړه نه ځي نور مي له لیمه نه ځي ۱۴ سیلابه
ولي بیا له څه نه ځي دا ښکلی دلبر زما ۱۴ سیلابه
د عبدالقادر خان خټک په هغو دوو غزلونو کي چي قافیه یې په الف پای ته رسیږي، د یوه په مطلع او لومړیو یا د ښی خوا په مصراعو کي یو سیلاب کم او په بل کي ټول سیلابونه پوره دي. او بیا هم سړی د سیلاب د کمبود د علت په تشخیصولو کي له ستونزي سره مخامخ کیږي. البته دواړه غزلونه دومره روان دي چي زه ګومان کوم پخپله عبدالقادر خان به هم د یوه سیلاب کموالي ته متوجه سوی نه وي.
څو قطرې ځموږ په یاد په مځکه توی کړه ۱۲ سیلابه
چي په بزم د عشرت اخلې صهبا ۱۱ سیلابه
ستا د زلفو بوی نسیم په چمن راووړ ۱۲ سیلابه
له مستۍ شو د غنچې قمیص قبا ۱۱ سیلابه
چي یې یار له غیږي ځي د مرګ ساعت وي ۱۲ سیلابه
دریغه مه وای د وصال د شپې سبا ۱۱ سیلابه
په بل غزل کي:
سرو لبانو یې قیمت د لعلو کم کړ ۱۲ سیلابه
سپینو غاښو یې بې آب کړ ګوهر هم لا ۱۲ سیلابه
نه یواځي په صورت جدایی خوار کړم ۱۲ سیلابه
په دا اور دننه سوځي ځګر هم لا ۱۲ سیلابه
په لمانځه کښي د یار ورځي را په یاد شوې ۱۲ سیلابه
د زړه آه مي محراب وسو منبر هم لا ۱۲ سیلابه
د ځينو پوهانو په نظر په نظمونو کي پټي هجاوي سته چي د عروضو پوهانو هغو ته مقیدي یا مکتومي هجاوي ویلي دي. دوی وايي دغه هجاوي کله کله د محاسب له نظره هم ځان پټ کړي او په حساب کي یوه یا دوې هجاوي لږ وښيي. دی د قاري عبدالله خان ملک الشعراء د یوې لیکني په استناد وايي چي هغه د هیچ کلمه د عروضو له مخي دوه هجایي بللې ده او وايي چي په هیچ کي یوه مکتومه یا پټه هجا هم سته.
دوی وايي چي مي وکی ستا د عشق په کار آغاز، یوولس سیلابه شمیرل سوې ده او سبب یې دا دی چی د آغاز د کلمې د پای توري مقیده هجا پر هیڅ بلل سوې ده. په داسي حال کي چي په دغه ساکنه (ز) کي یوه پټه هجا سته چي د مصراع تول دوولس هجايي کوي. او دغه علت دی چي دغه يه ظاهره یوولس هجايي مصراع له بلي دوولس هجايي مصراع سره هیڅ مشکل نه ایجادوي. بل مثال د ښه یار دیدن وي تل. ښکاره خوا دا مصراع اووه سیلابه ده خو د تل (لام) یوه مکتومه هجا لري چي اته سیلابه راځي.
په داسي حال کي چي د سیلاب یا هجا دا تعریف چي وايی هغه توری یا توري دي چي په ادا کولو سره یې خوله یو ځل خوځیږي. نو د هیچ د کلمې سره خو د سړي خوله یو ځل خوځیږي، او بل داسي څه هم نه پکښي معلومیږي چي سړی یې توری وبولي. دغه راز د آغاز له کلمې سره خوله دوه ځله او د تل له کلمې سره خوله یو ځل خوځیږي. په دې حساب باید موږ د عروضو د شاګردانو د پوهولو او د هغوی د قناعت حاصلولو په منظور د سیلاب لپاره یو بل تعریف پیدا کړو. ځکه چي، زما په نظر، که د تل په کلمه کي د لام توری هر څونه وغزوو هغه دوه سیلابه کولای نه سو، بلکه هسي به مو ځان ستړی کړی او د عروضو او سیلاب له شاګردانو څخه به مو روښانه لاره ورکه کړې وي. کله چي نه توری وي او نه خوله ورسره وخوځیږي نو دلته به د سیلاب حساب پر څشي وسي. او که، د یوه محال فرض په حیث، دا ومنو چي په نظم کي یوه یا دوې پټي هجاوي راتللای سي؛ د هغو فارسي نظمونو سره به څه کوو چي هلته غزل په مطلع کي د دوو سیلابونو او دریو سیلابونو توپیر لیده کیږي او چي نور هم مخ ته ولاړ سو نو د مطلع سره د څلورو سیلابونو زیاتی لیده کیږي. د حافظ شیرازي د دې غزل مثال مو ښايي وروسته هم ورکړی وي خو دلته یې د دوو بیتونو راوړل بیځایه نه بولم.
دوش بامن ګفت پیر کاردان تیز هوش ۱۱ سیلابه
وزشما پنهان نه شاید کرد سر میفروش ۱۴ سیلابه
بادل خونین لب خندان بیاور همچو جام ۱۵ سیلابه
نې ګرت زخمې رسد آیي چو چنګ اندر خروش ۱۵ سیلابه
اوس به سړی، هغه هم د قاري عبدالله خان په احترام، یوه هجا مکتومه وبولي، خیر دی دوې هجاوي به مکتومي وشمیري. خو که خبره دریو او څلورو هجاوو یا سیلابونو ته رسیږي نو سړی به د عروضو او سیلاب شاګردانو ته څرنګه قناعت ورکوي؛ ځکه چي موږ ورته ویلي دي چي سیلاب یو یا څو توري دي چي په ادا کولو سره یې خوله یو ځل خوځیږي. نو دلته خو شاګرد نه توری ویني او نه د ده خوله ورسره وخوځیدل، هغه به پټ سیلاب یا هجا چیري ویني. زما په ګومان پخواني سپین ږیري، چي ادبي خدمتونه یې باید وستایل سي، د سیلاب او هجا د تقدس تر اغیزې لاندي راغلي ول. دوی فکر کاوه چي د سیلاب له رعایت کولو پرته نظم نیمګړی دی. او کله چي یې ولیدل چي داسي په زرهاوو نظمونه سته چي د سیلابونو ډیر زیات توپير پکښی لیده کیږي نو تر خپلي خبري تیریدلای نه سوای او د مکتومي یا پټي هجا طرح یې کړې ده. موږ به د حافظ شیرازي په پورتني غزل کي د مطلع په لومړی مصراع کي څلور پټ سلابونه له کومه پیدا کوو چي د لاندیني بیت د دواړو مصراعو سره یې انډول برابر سي.
د حمید ماشوخیل په دې غزل کي چي د مطلع دواړه مصراعوي یې له یوولسو سیلابونو څخه جوړي سوي دي:
څه زمري کړل زمانې د تماشو ۱۱ سیلابه
ننوزي یې په غار ګیدړ پیشو ۱۱ سیلابه
بې انصافه زمانې د ګل په پاڼو ۱۲ سیلابه
څرنګ و اورول کاڼي په رشو ۱۱ سیلابه
هغه سر کا زمانې د سپو د لوبو ۱۲ سیلابه
چي يې نه واهه زمري پل په اورشو ۱۱ سیلابه
څه نقص موجود دی چي موږ وایو هغه یوه پټه هجا لري، چي موږ یې نه وینو او په خوله کي یې نه حسوو. که موږ یوازي د حمید ماشوخیل د یادي سوي غزلي مطلع مخي ته کښیږدو، چي په دواړو مصراعو کي یوولس سیلابه راغلي دي نو بیا خو د مقیدي یا مکتومي هجا سوال ، له سره، نه پیدا کیږي؛ ځکه چي د سیلابونو له مخي انډول په هر حساب برابر دی. په دې او د زرهاوو نورو غزلو په مطلع او د کیڼي خوا په مصراعو کي د مکتومي هجا سوال هغه وخت پیدا سي چي د قاري عبدالله په څیر مشران د یوه زیات سیلاب له ستونزي سره مخامخ سي. د ماشوخیل د دې غزل ټولي د ښي خوا مصراعوي دوولس سیلابه دي او کیڼي خواته یوولس سیلابه راغلي دي. که ماشوخیل د خپل دغه غزل ښی خواته هم یوولس سیلابه راوړي وای نو بیا خو په مطلع کي د مکتومي یا مقیدي هجا سوال نه پیدا کیدی. او که د حافظ شیرازي غزل ته وګورو نو بیا خو وظیفه ډیره ګرانیږي؛ ځکه چي موږ به په مطلع کي لومړی، په لومړی مصراع کي په دریو پټو یا مکتومو هجاوو پسي ګرځو، چي دا پخپله ستونزمن او حتی غیر ممکن کار دی.ځکه چي د مطلع لومړی مصراع یوولس سیلابه او دوهمه مصراع څوارلس سیلابه ده. خو وروسته چي په همدغه غزل کي خبره پنځه لسو سیلابونو ته رسیږي نو بیا به له سره د مطلع په لومړی مصراع کي په څلورو پټو هجاوو پسي ګرځو چي د ادب، په تیره بیا عروضو او سیلاب، د شاګردانو لپاره به یې درک د غیرممکن تر سرحده پوري ګران وي. زما په عقیده، څرنګه چي په ټولو پورتنیو مثالونو کي د سیلاب کمبود د نظمونو په رواني کي تغیر نه دی راوستلی نو د سیلاب د کمبود او زیاتوالي په صورت کي د روان شعر لیکل ځکه ممکن دي چي موږ یې عملا په زرهاوو مثالونه لرو. یوازینی خبره د چوکاټونو او د عروضو د مقدساتو ده چي ځیني زاړه استادان ورڅخه تیریدلای نه سوای او باید چي یو نوم او یو دلیل یې ورته پیدا کړی وای.
د مکتومي یا مقیدي هجا د اختراع لپاره د ځینو مشرانو نظر دا دی چي وايي دا چي موږ له دوولس سیلابي مصراع څخه وروسته یوولس سیلابي مصراع لولو او هیڅ سکته ګي نه پکښي احساسوو دلیل یې دا دی چي په دوهمه مصراع کي یوه پټه هجا پرته ده چي د نظم ټوله رواني یې ساتلې ده، کنه نو موږ به هیڅ وخت د سیلاب د زیاتوالي او کمبود په صورت کي دغه ډول نظمونه په بشپړه رواني لوستلي یا ویلي نه وای. زما په عقیده دغه استادان د فارسي غزلو د دوو، دریو او څلورو سیلابونو توپیر ته متوجه سوي نه ول او که یې چیري د فارسي په نظمونو کي د سیلابونو دومره لوی توپیر لیدلی وای نو د مکتومي یا مقیدي هجا د اختراع کولو په باره کی به یې له سره فکر کړی نه وای.
سیلابونه د پښتو په رباعیاتو یا څلوریځو کي:
رباعیات یا څلوریځي د پښتو او فارسي په منظوم کلام کي یو بل خوږ صنف دی . په دې صنف کي بشپړ مطلب یوازي په دوو بیتونو کي افاده کیږي؛ ځیني ادب پوهان یې دوه بیتی هم بولي او که یې د بیتونو شمیر ته وګورو نو دغه نوم ورته ښه دی. د پښتو په رباعیاتو کي هم کله کله د یوه او کله خو حتي د دوو سیلابونو توپیر لیده کیږي؛ چي البته د دوو سیلابونو توپیر ډیر استثنایی حالت لري. مګر په لوستلو کي چنداني سکته ګي او بیخوندي نه راولي. د پښتو رباعیات د پښتو ژبي د غزل او قصیدي په خلاف، چي یوازي د یوه سیلاب توپیر مني او هغه هم په مطلع کي نه مني د سیلابونو په زیاتوالي او کموالي کي چنداني خاصه قاعده نه تعقیبوي. سیلاب د پښتو څلوریځي یا دوه بیتی په هر ځای کي زیاتیدلای او کمیدلای سي. او دغه راز مثالونه د خوشحال خان خټک په رباعیاتو کي ډیر زیات لیده کیږي. د پښتو ژبي په شاعرانو کي ارزاني خویشکي اوخوشحال خان خټک تر ټولو زیات رباعیات ویلي دي. د کاظم خان شیدا له ښکلا او رنګینیو څخه مالامال، څه باندي دوه سوه پنځوس رباعیات راپاته دي او بیا نو قلندر د میرا په مینه او هجران کي د رباعیاتو په قالب کي ډیري سوځنده چیغي وهلي دي. دولت لواڼی هم د پښتو په رباعیاتو کي برخه لري او خپل رباعیات یې د اتو او دوولسو سیلابونو په قالب کي ځای کړي دي. دغه راز عبدالقادر خان خټک او تقریبا ټولو شاعرانو، لږ یا ډیر، په دغه برخه کي خپله طبع آزمییلې ده، خو ارزاني خویشکي خپل، څه باندي دوه زره، رباعیات ټول د اتو سیلابونو په قالب کي ویلي دي. البته ارزاني خویشکي خپل ټول غزلونه او په عمومي صورت خپل ټول کلام د اتو سیلابونو په قالب کي ځای کړی دی ؛ او دغه علت دی چي کلام او رباعیات یې، د شعر د آهنګ له مخي، چنداني پر غوږونو ښه نه لګیږي او یو ډول یکنواخت ښکاري. ښایی له ارزاني خویشکي سره د خپل کلام د آهنګ یا پر غوږونو د ښه لګیدلو چنداني غم نه وو، ځکه چي د هغه ټول کلام یا نصیحت او یا د روښاني تصوف په رڼا کي د خپل محبوب تلاښ دی. هغه غواړي خپلو اوریدونکو ته خپل پیغام ورسوي؛ په ساده ژبه یې ورسوي ، نو ځکه یې نه د تلمیحاتو او شاعرانه رنګینیو خیال ساتلی دی او نه یې په بیلو بیلو بحرونو او سیلابونو کي د کلام اوډلو او تنظیمولو ته ډیره توجه کړې ده. خوشحال خان خټک خپل رباعیات، چي د هغه د نور ټول کلام په څیر، هم د شکل او هم د مضمون له مخي رنګین دي، د لسو، یوولسو او کله هم د دوولسو سیلابونو په قالب کي ویلي دي. او دغه راز یې په ځینو رباعیاتو کي له لسو او یوولسو او یوولسو او دوولسو سیلابونو د کارولو څخه هم مخ نه دی اړولی. څرنګه چي دلته موږ یوازي په رباعیاتو کي پر سیلاب ږغیږو او د رباعیاتو له متن سره چنداني کار نه لرو نو لومړی به د ارزاني خویشکي د رباعیاتو یو څو نمونې، چي د سیلاب له پلوه چنداني کمی او زیاتی نه لري، راوړو، که څه هم چي د ارزاني په اته سیلابي رباعیاتو کي هم کله نا کله د یوه سیلاب کمی او زیاتوالی لیده کیږي.بیا به د خوشحال خان خټک یو څو رباعیات او ورپسې به د قلندر یو څو سوځنده رباعیات، چي کله کله د دوو سیلابونو توپیر پکښي لیده کیږي وګورو:
هم له عوده هم له چنګه ۸ سیلابه
هم له حجه هم له ګنګه ۸ سیلابه
کل ثنا کا صفتونه ۸ سیلابه
له بې مثله له بې رنګه ۸ سیلابه
هم له دفه له ربابه ۸ سیلابه
هم له کفه هم له آبه ۸ سیلابه
په دا هر آواز ثنا شي ۸ سیلابه
له دې بې مثله دریابه ۸ سیلابه
ارزاني خویشکی
نه سرداري ورکا نه زرداري ورکا ۱۲ سیلابه
نه لوی ملکونه اوبه جاري ورکا ۱۱ سیلابه
چي له ازله خدای څوک نمنځلي وي ۱۱ سیلابه
هغو سړیو ته خدای هوښیاري ورکا ۱۲ سیلابه
خوشحال خان
وګړي واړه کارونه خپل کا ۱۰ سیلابه
مردان هغه دي چي کار د بل کا ۱۰ سیلابه
څوک چي آرام ګټي د نیکو نام ګټي ۱۲ سیلابه
د خوږو زړونو دارو به تل کا ۱۰ سیلابه
خوشحال خان
پوري په خونه د ایمل خان شو ۱۰ سیلابه
په سول د خوني خان خانان شو ۱۰ سیلابه
دا اور که ونه مړ دا یم نارې وهم ۱۲ سیلابه
په وار وار پوري په درست افغان شو ۱۰ سیلابه
خوشحال خان
را پاتې یو نه شو دوولس مي ترونه وو ۱۲ سیلابه
ولاړل فنا شول چه اولسونه وو ۱۱ سیلابه
څه بادشاهان ولاړل څه څه خانان ولاړل ۱۲ سیلابه
چي په دربار یې ولاړ زرګونه وو ۱۱ سیلابه
خوشحال خان
تیرا مي ولیده راغلم تر سواته ۱۱ سیلابه
پښتون مي ولید دا لوی لوی ذاته ۱۰ سیلابه
عقل همت مي د چا ونه لیده ۱۱ سیلابه
په بیرته راغلم ناست یم ملا ماته ۱۰ سیلابه
خوشحال خان
دا منصبونه دا انعامونه ۱۰ سیلابه
واړه زندۍ دي واړه دامونه ۱۰ سیلابه
پښتون مغل به سره دوستان نه شي ۱۰ سیلابه
خوشحال یې مه وینه دا اکرامونه ۱۱ سیلابه
حوشحال خان
هندو چه بت وته هسي نسکور دی ۱۱ سیلابه
مومن مخ ایښی د کعبې په لور دی ۱۱ سیلابه
دا دواړه توکه رسم و عادت دی ۱۰ سیلابه
اوده عالمه مطلب څه نور دی ۱۰ سیلابه
خوشحال خان
وفا دي نشته جفا دي سوی یم ۱۱ سیلابه
زه سمندر یم هجران داغلی یم ۱۱ سیلابه
زه قلندر دي په هجران وسوم ۱۰ سیلابه
بې رحمي مه کړه درله راغلی یم ۱۱ سیلابه
قلندر
چا چي جامونه د میني څښي دي ۱۱ سیلابه
ننګ و ناموس یې دواړه پر ایښي دي ۱۱ سیلابه
که هند له تللی اشنا مي راشي ۱۰ سیلابه
څو صدقې مي په زړه کي ایښي دي ۱۱ سیلابه
قلندر
که نورڅه نه دي چي مریی ستا نومم ۱۱ سیلابه
بس دی و ماته چیري چي تا مومم ۱۱ سیلابه
ته به زما غوندي مریونه ډیر مومې ۱۲ سیلابه
کله به تا غوندي څښتن زه بیا مومم ۱۲ سیلابه
عبدالقادر خان خټک
که هر څو خوږ یم درد من په زړه یم ۱۰ سیلابه
قوت مي لږ دی د جواب نه یم ۱۰ سیلابه
چي یار مي وپوښتي وایه څه حال لرې ۱۲ سیلابه
ځواب یې ورکړم وایم چي ښه یم ۱۰ سیلابه
عبدالقادر خان خټک
سیلاب د فارسي ژبي په نظمونو کي:
ما د پښتو داسي غزل، قصیده یا قطعه نه ده لوستې چي د نظم په مطلع کي د سیلابونو توپیرموجود وي او نه مي داسي غزل ، قصیده او قطعه په سترګه سوې ده چي د یوه او بل نیم بیتي ترمنځ دوه سیلابه او یا حتی درې سیلابه زیات و کم وي او که چیري په پورتنیو صنفونو کي د نیم بیتیو ترمنځ د دوو یا زیاتو سیلابونو توپیر راغلی وي نو حتما به په نظم کي هم یوه بیخونده سکته ورسره ملګرې وي. البته د دریو سیلابونو خبره خو بیخي مطرح نه ده. خو د فارسي ژبي د ډیرو لویو شاعرانو په شعرونو کي دا درې واړه حالتونه لیدل کیدلای سي او موږ ګورو چي بیا هم په نظم کي هیڅ ډول سکته نه احساسیږي. د حافظ شیرازي د دیوان لومړی غزل، چي د یزید بن معاویه د هغه غزل چي وایی:
ان المسموم ما عندي بتریاق ولا راقي ۱۶ سیلابه
ادر کاساً و ناولها الا یا ایهالساقي ۱۶ سیلابه
په مطلع پیل کیږي، شپاړس او پنځه لس سیلابونه لري. د دوهم بیت دواړه مصرع یې شپاړس سیلابونه لري او د دریم بیت لومړۍ مصرع پنځه لس او دوهمه یې څوارلس سیلابه ده، چي د مخکني بیت څخه دوه سیلابونه کم لري.
الا یا ایهاالساقي ادر کاساً و ناولها
که عشق اسان نمود اوّل ولې افتاد مشکلها
اـ لا- یا – ای-یُ-هس- سا- قی - ا- در- کا- ساً- و- نا- ول- ها ۱۶ سیلابه
که- عشق- آ- سان- ن- مود- او- وّل- و- لې- اُف- تاد- مش- کل- ها ۱۵ سیلابه
ببوی نافهء کآخر صبا زان طره بکشاید ۱۶ سیلابه
زتاب جعد مشکینش چه خون افتاد در دلها ۱۶ سیلابه
مرا در منزل جانان چه امن عیش چون هر دم ۱۵ سیلابه
جرس فریاد میدارد که بربندید محملها ۱۴ سیلابه
د حافظ شیرازي د لاندي غزل د مطلع لومړۍ مصرع دوولس او دوهمه یې څوارلس سیلابونه لري، چي د پښتو په نظم کي یې هیڅ مثال نه لیده کیږي؛ خو موږ ګورو چي په مطلع کي د سیلابونو دغه راز زیاتوالی هیڅ ډول بیخوندي نه راولي.
خوشست خلوت اګر یار یار من باشد
نه من بسوزم و او شمع انجمن باشد
خو- شست – خل- وت- ا- ګر- یار- یا- ر- من- با- شد ۱۲ سیلابه
نه- من- ب- سو- زم- و- او- شم- ع- ان- ج- من- با- شد ۱۴ سیلابه
من آن نګین سلیمان به هیچ نستانم ۱۳ سیلابه
که ګاه ګاه برودست اهرمن باشد ۱۲ سیلابه
بیان شوق چه حاجت که سوز آتش دل ۱۴ سیلابه
توان شناخت ز سوزی که در سخن باشد ۱۳ سیلابه
د حافظ شیرازي، چي د فارسي په ادب کي، د پښتو ژبي د رحمن بابا په څير، په رواني او سلاست کي ډیر زیات شهرت لري، د یوه بل غزل په مطلع کي هم د دوو سیلابونو توپیر لیده کیږي. او په وروسته بیتونو او مقطع کي د دوو سیلابونو توپیر وینو، چي له مخکنیو مصراعو سره حتی درې سیلابه توپیر لري، خو د غزل په رواني او جوش کي هیڅ ډول بیخوندي او سکته ګي نه احساسیږي.
سحر ز هاتف غیبم رسید مژده بګوش ۱۴ سیلابه
که دور شاه شجاعست می دلیر بنوش ۱۲ سیلابه
بصوت چنګ بګوییم آن حکایتها ۱۲ سیلابه
که از نهفتن آن دیګ سینه میزد جوش ۱۴ سیلابه
رموز مصلحت ملک خسروان دانند ۱۳ سیلابه
ګدای ګوشه نشیني تو حافظا مخروش ۱۵ سیلابه
موږ ګورو چي د مقطع وروستۍ مصراع یا نیم بیتی د مطلع له دوهمي مصراع سره درې سیلابه توپیر لري. د حافظ شیرازي هغه غزل د سیلاب د اصولو او مطالعې له مخي ډیره په زړه پوري ده چي په مطلع کي د دریو سیلابونو توپیر لري او په وروسته کي یې، حتی، دوه بیتونه د مطلع له لومړۍ مصرع سره څلور سیلابه توپیر لري.
دوش با من ګفت پیر کاردان تیز هوش ۱۱ سیلابه
دوش- با- من- ګفت- پی- ر- کار- دا- ن – تیز- هوش
کزشما پنهان نشاید داشت راز می فروش ۱۴ سیلابه
کز- ش- ما- پن- هان- ن- شا- ید- داشت - را- ز – می- ف- روش
ګفت آسان ګیر بر خود کارها کز روی طبع ۱۲ سیلابه
سخت میګیرد جهان بر مردمان سخت کوش ۱۳ سیلابه
با دل خونین لب خندان بیاور همچو جام ۱۵ سیلابه
نې ګرت زخمې رسد آیی چو چنګ اندر خروش ۱۵ سیلابه
تا نګردي آشنا زین پرده رمزې نشنوي ۱۵ سیلابه
ګوش نا محرم نباشد جای پیغام سروش ۱۵ سیلابه
د حافظ شیرازي په یوه بل غزل کي هم په مطلع کي د سیلاب توپیر وینو او هم په وروسته کي د مطلع له دوهمي مصرع سره درې سیلابه توپیر وینو. خو د سیلابونو دغه راز لوی توپیر د غزل روانۍ ته هیڅ تاوان نه دی رسولی.
دیدار شد میسر و بوس و کنار هم ۱۲ سیلابه
از بخت شکر دارم و از روز ګار هم ۱۱ سیلابه
زاهد برو که طالع اګر طالع منست ۱۴ سیلابه
جامم بدست باشد و زلف نګار هم ۱۲ سیلابه
ما عیب کس بمستي و رندي نمیکنیم ۱۴ سیلابه
لعل بتان خوشست و می خوشګوار هم ۱۳ سیلابه
د عصمت بخارایی د یوه ډیر مشهور غزل په مطلع کي د دوو سیلابونو توپیر وینو او کله چي غزل دوام کوي نو د مطلع له دوهمي مصرع سره د سیلابونو د توپیر خبره ، بیاهم، دریو ته رسیږي.
سرخوش از کوی خرابات ګذر کردم دوش ۱۳ سیلابه
به طلبګاري ترسا بچه باده فروش ۱۵ سیلابه
سر- خوش- از- کو-ی- خ- را- بات- ګ- ذر- کر- دم- دوش ۱۳
به-ط- لب- ګا- ری-ی- تر- سا- ب- چه-ی- با- ده- ف- روش ۱۵
پیشم آمد به سر کوچه پری رخساری ۱۴ سیلابه
کافري عشوه ګری زلف چو زنار بدوش ۱۳ سیلابه
ګفتم این کوی چه کوی است و ترا خانه کجاست ۱۴ سیلابه
ای مه نو خم ابروی ترا حلقه بګوش ۱۵ سیلابه
این نه کعبه است که بې پاو سر آیی به طواف ۱۴ سیلابه
وین نه مسجد که در او بې ادب آیی به خروش ۱۵ سیلابه
این خرابات مغان است در او رندانند ۱۳ سیلابه
از دم روز ازل تا به قیامت مدهوش ۱۴ سیلابه
ګفت تسبیح به خاک افګن و زنار ببند ۱۲ سیلابه
سنګ بر شیشه تقوا زن و پیمانه بنوش ۱۴ سیلابه
بعد ازآن پیش من آ تا به تو ګویم رمزې ۱۴ سیلابه
ره این است اګر بر سخنم داري ګوش ۱۲ سیلابه
دغه راز د نظامي ګنجوي د یوه مشهور غزل ، چي په هغه وخت کي یې ځینو شاعرانو جوابونه لا هم ورته لیکلي دي، په مطلع کي دوه سیلابونه توپیر وینو او د غزل د یوه بیت د دوهمي مصرع او د مطلع د لومړنۍ مصرع ترمنځ درې سیلابه توپیر موجود دی. وروسته خبره په یوه بیت کي، د مصراعو ترمنځ، د څلورو سیلابونو توپیر ته رسیږي.
دوش رفتم به خرابات مرا راه نبود ۱۲ سیلابه
دوش- رف- تم- به- خ- را- بات- م- را- راه- ن- بود ۱۲
می زدم ناله و فریاد کس از من نشنود ۱۴ سیلابه
می- ز- دم- نا- له- و- فر- یاد- کس- از- من- ن- ش- نود ۱۴
پاسی از شب که بشد بیشترک یا کمتر ۱۳ سیلابه
رندي از غرفه برون کرد سر و ورخ بنمود ۱۴ سیلابه
ګفت خیر است در این وقت کرا می خواهي ۱۱ سیلابه
بی محل آمدنت بر در ما بهر چه بود ۱۵ سیلابه
سرو زر هیچ ندارند در این بقعه محل ۱۳ سیلابه
سود شان جمله زیانست و زیانش همه سود ۱۵ سیلابه
هر چه در جمله آفاق در اینجا حاضر ۱۳ سیلابه
مومن و ارمني و ګبرو نصارا و یهود ۱۵ سیلابه
سر کویش عرفاتست و مقامش کعبه ۱۴ سیلابه
دوستان همچو خلیلند و رقیبان نمرود ۱۳ سیلابه
د مولنا جلال الدین رومي د یوې غزلي په مطلع کي د یوه سیلاب توپیر موجود دی، خو په وروسته بیتونو کي له مطلع سره توپیر کله یو او کله دوه سیلابه دی، البته بیا هم د غزل په شرنګ او رواني کي هیڅ توپیر نه لیده کیږي.
باده نمی بایدم فارغم از دُرد و صاف ۱۴ سیلابه
تشنهء خون خودم آمد وقت مصاف ۱۳ سیلابه
برکش شمشیر تیز خون حسودان بریز ۱۳ سیلابه
تا سر بې تن کند ګرد تن خود طواف ۱۴ سیلابه
کوه کن از کلّه ها بحر کن از خون ما ۱۲ سیلابه
تا بخورد خاک و ریګ جرعهء خون از ګزاف ۱۴ سیلابه
در دل آتش روم لقمه اتش شوم ۱۴ سیلابه
جان چو کبریت را برچه بریدند ناف ۱۲ سیلابه
دغه راز د میرزا عبالقادر بیدل، سعدي، جامي، انوري، صایب تبریزي او د فارسي ژبي د نورو شاعرانو په زرهاوو غزلونو کي د سیلابونو دونه زیاته بې انډولي لیده کیږي، چي د پښتو ژبي د غزلونو او قصیدو سره بیخي مقایسه کیدلای نه سي. موږ ښایی د فارسي نظم په اړه دغه راز په زرګونو مثالونه ولرو، خو څرنګه چي دا لیکنه، زیاتره، د پښتو ژبي د نظم په باره کي ده نو د فارسي ژبي د نظمونو د زیاتو مثالونو راوړلو څخه تیریږو.
د پښتو ژبي په غزلونو او قصیدو کي تر یوه سیلاب زیاته بې انډولي نه سته او نه یې امکان موجود دی. که چیري د پښتو په دغه صنف کي دوه سیلابه یا کم او یا زیات سي حتما سکته ګي راولي، او دغه علت دی چي زموږ ټولو شاعرانو ځانونه ور څخه ژغورلي دي. مګر موږ په خپلو پورتنیو مثالونو کي ولیدل چي د فارسي ژبي په نظم کي د دوو یا دریو او حتی څلورو سیلابونو په کمولو او زیاتولو سره هیڅ بې نظمي نه ده راغلې، او د نظم او غزلي روانۍ ته هیڅ ډول تاوان نه دی رسیدلی. که څوک حتما د دې پورتنیو غزلونو او نظمونو د سیلابونو شمیرلو ته ملا ونه تړي نو په تش اوریدلو سره يې ښایی کموالي او زیاتوالي ته په هیڅ توګه متوجه نه سي، او پر غوږونو یې بد و نه لګیږي.
اوس نو که خبره دا سي وي بیا د سیلاب وظیفه څشي ده. موږ هر وخت اوریدلي دي چي سیلاب د نظم کاڼی دی. موږ د غزلونو او نظمونو دواړي خواوي د سیلابونو په تول تلو او بې انډولۍ ته یې متوجه کیږو. دا خبره ښایی د پښتو نظمونو په برخه کي صدق وکړي ځکه چي دې ژبي یوازي د یوه سیلاب کموالی او زیاتوالی منلی دی. مګر د فارسي ژبي نظمونو تر دریو،او حتی تر څلورو، سیلابونو پوري توپیر منلی او رواني یې ساتلې ده. نو ګواکي په نظم کي، په تیره بیا د فارسي ژبي په نظم کي، د سیلاب شمیر هغومره مهم نه دی لکه د سیلاب یا هجا پر ځای کارول چي اهمیت لري. د فارسي ژبي د لویو شاعرانو د نظمونو د څو پورتنیو مثالونو څخه څرګندیږي چي که د سیلاب او هجا شمیر زیات او کم وي مګر پر ځای کارول سوي وي، د نظم روانۍ ته تاوان نه رسیږي خو که سیلابونه په شمیر پوره او انډول یې برابر هم وي او پر ځای کارول سوي نه وي، د شعر روانۍ ته تاوان رسیږي او پر غوږونو ښه نه لګیږي، او اصلا د شعر خوند نه کوي.
یادونه:
ددغي څېړنیزي لیکني نوري برخي په ترتیب سره د بېنوا پاڼي څخه لوستلای سئ
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62580#ixzz3MvOHkMIN