د پښتو نظم ځیني توکي او اړخونه/درېیمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62582
عبدالباري جهاني
دخبریدو نیټه : 2014-12-25

لنډۍ:
 د پښتو ژبي په فوکلوري نظمونو کي یوازي لنډۍ دي چي د سیلاب په برخه کي هیڅ ډول کموالی او زیاتوالی نه مني. لومړۍ برخه یې باید حتما نهه سیلابه او دوهمه برخه یې باید هرو مرو دیارلس سیلابه وي. که داسي نه وي نو په هغي لنډۍ کي د اصیلي لنډۍ خوند نه پاته کیږي. د بلي خوا، که هر څو یوه لنډۍ  د نهو او دیارلسو سیلابونو څخه جوړه سوې وي خو چي د« نه» او «مه» په تورو پای ته رسیدلې نه وي هغه ته نه لنډۍ ویل کیږي او نه د لنډۍ خوند کوي.
زما د کټ بازوي دي مات کړ         راغلی مه وای د بانډې کناټوره
دا لنډۍ د سیلابونو له مخي پر قانون برابره ده مګر د لنډۍ د پای توري، چي باید «نه »او «مه» وای، نه لري اوپه « ره» ختمیږي نو ځکه یې  موږ ناقصه لنډۍ بللای سو؛ او چي د چا غوږونه لږ او ډیر د لنډیو له وزن او قانون سره آشنا وي پر غوږونو یې ښه نه لګیږي. دغه راز ځیني لنډۍ، چي مثالونه به یې ډیر کم وي، د سیلابونو له مخي د لنډیو د عمومي فارمول سره برابري نه دي او د لومړي ځل اوریدلو سره یې سړی د سیلابونو نقص ته متوجه کیږي او پر غوږونو ښه نه لګیږي.
یا به ارمان درپسي وکړم  ۹ سیلابه       یا به په چیغو راپسي وژاړې مینه   ۱۴ سیلابه
په سر سالو امیل په غاړه       ۹        په بام ولاړه آزاروې د خلکو زړونه  ۱۴ سیلابه
دا خوله به خاوري درله درکړم   ۹       تا به سختي کي راته خور ویلي وونه    ۱۳
ما درته خور ویلي نه وو           دادا دي ناست وو له اور بوزه یې وشرمیدمه  ۱۵ سیلابه
البته دغه راز لنډۍ، چي یا ښایی د لویه سره غلطې او خرابي جوړي سوي او یا وروسته بیځایه تغیرات پکښي راغلي وي، د نورو، پر قانون برابرو، لنډیو تر څنګ په فوکلور کي ژوندۍ نه پاتیږي او یوازي په لیکلو پاڼو کي له یوه ځایه بل ځای ته سفر کوي. په عمومي صورت، لکه چي مخکي مو اشاره ورته وکړه یوازي هغه لنډۍ  اوږد ژوند لري چي له هره پلوه د لنډیو پر قوانینو او د اولسي ادب پر روحیه برابري وي.
تر دا بوړي توپک دي جار سم             پر اوږه ستا دی کږه زه له خیاله ځمه
دا پیغلتوب مي په غم زوړ کې           خیالي ځوانان راباندي مري خونکاره شومه
سپیني سپوږمۍ ته به خوله درکم           د قلا سیوري ته مي مه بیایه ډارنه
مسافري دي روزي مه سه                زه دي ملاله خوله ویده پرې ایښې یمه
زیارت و تاته نه رسیږي                 تر تا دمخه ما پر ایښې دي لاسونه
زما جانان دي دوري بند کی           تر زنګانه سې د اټک روده ظالمه
تر دیوالی دوې ګوتي سر لوړ که          د زني خال به دي دیوالی ورژوینه
زیارت کوم نه را رسیږي                 خدایه که ګډ کې دا د خارو زیارتونه
لنډۍ، د اتڼ نارې او بابولاله( چي وروسته به بحث ورباندي وکړو) ښایی د پښتنو د کلتور او عنعناتو، د هغوی د ټولني او د هغوی د خپلو خصوصیاتو تر ټولو ښه او لرغوني ښکارندوی وي. که د پښتو نظم نورو شکلونو لکه غزل، رباعي، قصیدې او مثنوي، په یوه او بل رنګ، د ګاونډیو نظمونو تر اغیزې لاندي وده کړې وي، نو دا په پوره جرأت سره ویلای سو چي لنډۍ او بابولاله تقریباً د هیڅ کلتور تر اغیزې لاندي نه دي راغلې او د شکل او مضمون له پلوه یې  بشپړه مستقله وده کړې ده. د یوې لنډۍ په همدغو نهو او دیارلسو سیلابونو کي هدف او موضوع، په مستقله توګه، داسي افاده کیږي چي د بلي لنډۍ سره تړلو ته چنداني ضرورت نه پاتیږي.  لنډۍ د موضوعاتو له پلوه دونه غني ده چي د جنګونو له تودو سنګرونو څخه نیولې، تر مړاني او نامردۍ، د میني تر راز و نیاز، د ښکلا تر ستایلو، د خیالي ګودرونو سره د پیغلو تر پیزوانونو او پایزیبونو، تربورګلویو او تقریبا ټولو اجتماعي او اخلاقي موضوعاتو پوري پکښي نغښتي دي. زموږ په ګاونډیو کلتورونو کي د سیلابونو په دغه ترکیب او نظم او د موضوعاتو په دغه غنا او ښکلا د فوکلوري نظمونو مثال نه لیده کیږي.
ټوټې ټوټې په تورو راسې          چی پرهارونه دي ګنډم خوله درکومه
ستا دي قسم په ذوالجلال وي         یو یار دي زه یم نور دي څو نیولي دینه
د ګودر هر بوټی دارو دی            پرې لګیدلي دي د پیغلو پلوونه
سرله کتابه که راپورته               په سترګو ړوند سې پر کتاب در وختمه
ورځه ورځه تر دکن تیر سې          زه چي پر مخ زلفي لرم بل به یارکمه
ځیني لنډۍ، کله کله، د شکل له مخي چنداني ښایست نه لري خو د خپل تاریخي ارزښت له مخي هم په ساتلو او هم په اوریدلو ارزي. په نولمسه پیړۍ کي،هغه وخت چي انګریزانو د لرو پښتنو پر کلیو او بانډو باندي ناتار جوړ کړی وو، پښتنو ډیري زیاتي لنډۍ ویلي دي او ډیري زیاتي یې ښایی پاته سوي هم وي. له هغې جملې څخه دا لنډۍ، چي د پښتنو او انګریزانو تر منځ د جګړو ښکارندوی ده، د شکل له مخي چنداني ښایسته نه ده خو تاریخي ارښت یې ډیر زیات دی.
مخ دي سنګر غاښ دي رایفل دی       دا شینکی خال دي کمیشنر حکم کوینه
             دغه راز دا خبره زما په عقیده د تاءمل وړ ده چي وایی اکثریت لنډۍ د پښتنو ښځو ویلي او جوړي کړي دي. زه فکر کوم چي د پښتنو مخ پوټو، له معاشرې څخه لیري ساتليو سويو او بیسوادو ښځو، په دې ښایست، د نظمونو د لیکلو توان نه درلود. دا لنډۍ، زیاتره، پخپله نارینه وو لیکلي او ویلي او ښځو ته یې منسوبي کړي دي. اولسي شاعرانو دا غوره بللې ده چي خپل جنګي میړونه د ښایستو پیغلانو په واسطه جنګ ته وهڅوي، او بیا نو وعده ورکړي چي که په جنګ کي ټپي سو نو، پر هغه باندي مینه او د هغه په نامه ناسته ښایسته پیغله، به د هر پرهار د ګنډلو سره یو ځل خوله ورکوي. او که چیري شهید سو نو دا به خپل سور شال د هغه پر زیارت وغوړوي او که یې چیري په جنګ کي بې ایماني وکړه او پر شا راغی نو هغه ښایسته پیغله به چي د ده په تمه ناسته ده په همزولو کي څوړي سترګي ګرځي. نارینه شاعرانو د میني په برخه کي خپل د زړه بړاس ایستلی او ښځو ته منسوبول یې غوره بللي دي. وروسته داسي فکر سوی دی چي دا لنډۍ په حقیقت کي هم ښځو ویلي دي. البته احتمال لري چي ښځو هم د لنډیو د جوړولو په برخه کي یو څه ونډه اخیستې وي، خو زه فکر نه کوم چي د پښتني ماحول شرمیندوکو، حیاناکو، او له تقریبا ټولو اجتماعي حقوقو څخه محرومو ښځو دي د لنډیو په ژبه د میني د اظهارولو زړه کړی وي. هغه پیغلاني به چي حتی نن ورځ د یوه مشروع میړه د انتخابولو حق نه ورکول کیږي او که چیري د پلار او مشرانو د اجازې او خوښي پرته ځانته د ژوند ملګری انتخاب کړي د وژل کیدلو له خطر سره مخامخ کیږي، هغوی به، دوه درې او حتی څلور سوه کاله مخکي، څرنګه په دومره ښایستو کلماتو د خپلي سوځنده میني د اظهارولو جرأت کړی وي. په هغه اندازه چي د پښتنو په تاریخ کي ښځینه شاعراني د ګوتو په شمیر دي، په هغه اندازه يې د لنډیو شاعري هم کمه ده او که یې چیري لنډۍ جوړي کړي وي هم به د ګوتو په شمیر وي.
 دغه راز ګودرونه د ښایستو نجونو او زلمیانو تر منځ د پټو دیدنونو او عاشقانه لیدنو ډیر مهم مرکزونه معرفي سوي دي. څیړونکو، په تیره بیا لویدیځو څیړونکو، دا خبره دونه جدی نیولې ده چي فکر کوي ګودرونه د ځوانو زلمیانو او ښایستو پیغلو ترمنځ د ملاقاتانو او پټو لیدنو او میني کولو ځای وو.
که دیدن کړې ګودر ته راسه          زه به منګی په لپو ورو ورو ډکومه
په ګودر راغلې برابره                یا خولګی راکه یا منګی در ماتومه
ګودر ته ځم راپسي راشه           ما په منګي کي پراټې راوړي دینه
ګودر د بري چینې خوند کا         غماز ولاړ وي زه ترې ښکته لاړه شمه
ګودر دي ټول عمر آباد وي           چي په بهانه یې د یار وکړم دیدنونه
      خو په حقیقت کي په ګودر کي د ښایستو پیغلو سره لیدل او مینه کول له امکانه لیري خبره ده او په واقعیت کي یوازي هغه زلمي د نجونو ګودر ته ورتللای سي چي له ژونده ماړه وي؛ کنه نو په واقعیت کي هیڅوک د ګودر نیژدې علاقې ته سترګي اړولای نه سي. ګودرونه یوازي په نجونو اړه لري او نارینه شاعرانو د خوبونو او خیالونو په دنیا کي له هغوی سره، په ګودرونو کي، د میني داستانونه پیل کړي او لنډۍ یې ورته ویلي دي. ګواکي هغسي چي په ګودرونو کي د ښایستو پیغلو او مستو زلمیانو ترمنځ د میني راز و نیاز خیالي دی هغسي د ښایستو پیغلو له خولو څخه د لنډیو نقلول د نارینه شاعرانو د خیالونو ایجاد دی.
        لنډۍ د پښتنو اصیل فوکلوري میراث دی، او ښایی ډیرو پخوا زمانو ته منسوبي وي. دا چي سر یې څومره پخوانیو زمانو ته رسیږي، موږ ځکه څه نه سو ویلای چي په لنډیو کي د پخوانیو زمانو کومي ټاکلي پیښي یا پیښو ته مشخصه اشاره نه ده سوې چي موږ د هغې په اساس د یوې یا څو لنډیو تاریخي قدامت وټاکلای سو. او نه د لنډیو په شکل او کلماتو کي داسي ټاکلي توپیرونه موجود دي چي موږ د هغو توپیرونو په اساس ځیني خاصي لنډۍ ځینو خاصو زمانو ته منسوبي کړو. البته دا چي موږ په دغه، یا دغه ته په نیژدې، وزن د پښتنو پر شاوخوا باندي پرتو کلتوري حوزو کي فوکلوري شعرونه نه لرو، او په دغه وزن فوکلوري شعرونه یوازي د پښتنو مال دی، نو ویلای سو چي پښتنو به له خپل دغه فوکلوري صنف سره ډیره پخوانۍ اشنایی درلودلې وي. او په دغه قالب کي به یې له جنګ څخه نیولې، تر میني پوري د هر څه اظهار کړی وي. ځکه هغه چاربیتي او فوکلوري سندري چي د تاریخي پیښو یادونه پکښی سوې ده ښایی ایله دوې پیړۍ عمر ولري او تر دغه دمخه موږ د پښتنو د فوکلوري نظمونو څرک نه لرو. نو د فوکلور په برخه کي بیرته موږ او لنډۍ سره پاتیږو.
   محترم حبیب الله رفیع د ځوان ژور نالیسټ او شاعر محمد هارون حکیمي سره په خپله یوه مرکه کي ویلي دي چي لنډۍ له څلور نیم زرو څخه تر پنځو زرو کالو پوري عمر لري. البته د دونه یوې لویی ادعا د اثبات لپاره موږ یوازي پر تاریخي اټکلونو او قیاسونو باندي تکیه نه سو کولای، بلکه ډیرو اسنادو او شواهدو او د لنډیو ډیر زیات شمیر مثالونوته ضرورت لرو. له دومره پخوانیو زمانو څخه تر اوسه پوري د پښتنو د ژوند په هره  برخه کي دومره ژور تغیرات راغلي دي چي کتابونه ورباندي لیکل سوي او لا ورباندي لیکل کیدلای سي. په دې پنځه زره کلونو کي پښتنو زر ځله داخلي او خارجي جنګونه کړي دي. د هستوګني ځایونه، ښارونه او سیمي یې  بدلي کړي دي، مذهبونه یې بدل کړي دي او د ژوند داسي ساحه یې نسته چي په هغې کي دي ژور او د پام وړ تغیرات راغلي نه وي. دا امکان نه لري چي دومره لویو او ژورو تحولاتو دي د پښتنو په اصیل فوکلور کي انعکاس نه وای کړی. خو که موږ په زرهاوو لنډۍ تر نطر تیري کړو نو موږ به د شکل له مخي هیڅ تغیر پکښی ونه وینو او د متن له مخي به له ډیر لږ تغیر سره مخامخ سو. د دې خبري معنی به داوي چي له دوو دریو سوو کالو څخه مخکي ټولي لنډۍ ټولي هیري سوي او د وروستیو پیړیو لنډۍ په میراث راپاته دي. د دې خبري احتمال ډیر کم دی او که داسي پیښه سوې وي نو بیا موږ په کوم استناد د لنډیو د پنځه زره کلن عمر ادعا کولای سو. زه دا نه وایم چي لنډۍ به زیات عمر نه لري خو کله چي موږ د کلونو، او دومره زیاتو کلونو، خبره کوو نو باید چي لږترلږه شل او حتی سل یا څو سوه مثالونه خو ولرو.
 د مومن خان او شیرینو او ملا عباس او ګل بشرې یا طالب جان په هغو نکلونو کي چي په کندهار کي ترتیب سوي او مشهور فوکلوریسټ محمد ګل نوري د ملي هینداري په کتاب کي قید کړي دي، ټولي نارې د لنډیو پر وزم راغلي دي. دا نکلونه پخپله څومره پخواني دي، سړی یې په دقیق صورت د زمانې په باره کي څه نه سي ویلای. د مومن خان نکل د مغولو زمانې ته منسوب دی. په دې حساب باید دا نکل لږ ترلږه څلور پنځه سوه کاله عمر ولري. خو کله چي په دغه نکل کي د ښامار افسانې ته ګورو، چي د پښتنو په ټولو فوکلوري نکلونو کي یوازي د مومن خان په نکل کي تبارز کوي، نو ویلای سو چي دا نکل، تر هغه چي موږ یې اټکل کوو، ښایی ډیر لرغونی وي؛ او یا نکل موجود وي او د ښامار افسانه وروسته ورباندي زیاته سوې وي. د ښامار افسانه د اروپایی فوکلور څخه راغلې ده. په اروپاکي د دې افسانې په لس هاوو او یا ښایی په سل هاوو شکلونه موجود وي، او په اروپایی فوکلور کي یې عمر تر زرو کالو زیات دی. البته دا نه سو ویلای چي د لنډیو پر وزم نارې به دغه نکل ته کله ور لویدلي یا ور اچول سوي وي. خو دونه په جرأت سره ویلای سو چي دا دواړه نکلونه به، د نارو لپاره، د لنډۍ د وزن د انتخابولو په دلیل، تر نورو هغو نکلونو ډیر زاړه وي چي د نارو لپاره یې بیل بیل وزمونه ټاکلي او په وروسته کي نکلچیانو دونه زیات او بیخونده تغیرات پکښي راوستلي دي چي د نظمونو حیثیت یې له لاسه ورکړی دی.
    د مومن خان نکل ته منسوبي لنډۍ زیاتره خپل فوکلوري رنګ لري. په لره پښتونخوا کي د مومن خان شیرینۍ په قیصه کی، چي جمال شاعر د سنګر منظومه کړې ده، د نکل په بیلو بیلو برخو کي څو لنډۍ راغلي دي، چي پخپله د جمال شاعري معلومیږی. خو د تعجب خبره دا ده چي په دوو کلتوري حوزو کي، چي له یوې بلي څخه یې ډیره زیاته فاصله درلوده، څرنګه یوه نکل ته د نارو پر ځای لنډۍ انتخاب سوي دي. دا مثال په نورو هغو نکلونو کي چي په دواړو کلتوري حوزو کي رواج لري چنداي  نسته.
په ملي هینداره کي د طالب جان نکل ته منسوبي لنډۍ، په تیره بیا هغه لنډۍ چي طالب جان او ګل بشرې یوه بل ته په لیکونو کي لیږلي دي، د مومن خان د نکل په خلاف، ساختګي او وروسته جوړی سوي ښکاري. ځیني خو یې هیڅ فوکلوري خوند نه لري او یوازي شکل یې د لنډیو دی.
جانان به لیري له ما نه ځي               که یې د زړه ولې زما له باغه وینه
زړه مي د تورو وینو ډک دی              که غرغړې کم ملک به ټول په وینو کمه
سترګي مي زړه ته ور نیژدې که          چي پکښي ووینې د سرو وینو ډنډونه
مخ دي فقط شکل رابع دی                 په نتیجه مي زړګی دړي وړي سونه
په تصور کي مي زړه شین دی               څو د تصدیق مقام راځي خاوري به یمه
 البته د دې معنی دا نه ده چي د طالب جان نکل ته ټولي او یا ډیري زیاتي لنډۍ به د وروستیو نکلچیانو ایجاد وي، بلکه ډیري زیاتي نارې یې فوکلوري رنګ لري او، په سیمه کي، د دې نکل له شهرت څخه ښکاري چي ډیرو پخوا زمانو ته به منسوب وي او د زمانو په اوږدو کي به یې هم په نکل او هم په نارو کي تغیرات راغلي وي.
    که د طالب جان په نکل کي، په وروسته کي، جوړي سوي لنډۍ ډیري راغلي دي نو داسي لنډۍ هم پکښی سته چي هغه، د دې نکل څخه په مستقله توګه، په تقریبا ټولو پښتني سیمو کي شهرت لري او نکلچیانو وروسته پر دغه نکل باندي زیاتي کړي دي. او یا احتمال لري چي د ډیري لرغوني زمانې څخه د دې نکل سره ملګري سوي وي. او وروسته یې د همدغه نکل له لاري په اولس کي رواج موندلی وي.
ګل د ګلاب بوی د سنځلي           سیوری د ولي خوب د پیغلي پر ورنونه
په ګل ګلاب دي وویشتمه            تر لاس دي جار سم دښمنانو ولیدمه
 د طالب جان نکل د پيښور په فرهنګي سیمه کي یا نه دی لیکل سوی او یا ما نه دی لیدلی. او تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم دا نکل یوازي د افغانستان د کندهار په کلتوري حوزه کي شهرت او اوریدونکي لري . مشهور مستشرق جیمز ډارمسټټر په خپل مشهور کتاب، د پښتونخوا د شعر هارو بهار کي، چي ډیر فوکلوري نظمونه یې د پیښور په شاوخوا علاقه  او د کابل د بیلو بیلو وختونو په تاریخي پیښو پوري اړه لري، د مصرعها تر عنوان لاندي په راوړو لنډیو کي ، دوې لنډۍ لري، چي د پښتنو په تقریبا ټولو سیمو کي مشهوري دي، او هغه دواړي لنډۍ د طالب جان په نکل کي راغلي دي.
سلام علیک زه درنه ولاړم          بیا به دیدن په آخرت سره کوونه
په تور لحد کي به نارې کړم         زه له دنیا نه ارماني راغلی یمه
        په دې دواړو، یوه له بلي نسبتا لیري پرتو، کلتوري حوزو کي د دې لنډیو په تقریبا عین شکل موجودیت، د دې لنډیو د لرغونتوب یو لوی دلیل دی. البته موږ بیا هم یوازي د لنډیو د لرغونتوب حکم کولای سو او په دقیق صورت، حتی، دا هم نه سو ویلای چي دا دوې او هغه مخکي یادي سوي دوې لنډۍ به لرغوني وي او که به د طالب جان نکل. او که به نکل او لنډۍ دواړه په یوه وخت کي منځته راغلي او د نکلچیانو خولو ته ورغلي وي.
        موږ، له دغو دوو فوکلوري نکلونو او د لیمبو لال د نکل څخه پرته، په نورو نکلونو کي، د نارو پر وزم، چنداني د لنډیو مثالونه نه لرو. خو په دونه زړو نکلونو کي د لنډیو پر وزم د نکلونو د نارو وجود، او له یوه بل څخه د لیري پرتو ښارونو ترمنځ د سفر کولو په ترڅ کي د شکل ساتل، پخپله د دې خبري ثبوت دی چي لنډیو به د پښتنو په حجرو او ټولنه کي ډیر زیات وخت تیر کړی وي، چي وروسته یې فوکلوري نکلونو ته لاره کړې ده؛ او په دوو بیلو پښتني کلتوري حوزو کي، چي په جلا جلا لهحو خبري پکښي کیږي، عین لنډۍ وینو.
       د طالب جان په نکل کي د اټک د رود یادونه سوې ده. پخپله د اټک د قلا د جوړیدلو څخه څه باندي څلور نیمي پیړۍ تیري سوي دي. دا چي په وروسته کي ټول اباسیند د اټک په نوم یاد سوی او هغه سیند ته اټک ویل سوی دی او دا نوم دونه مشهور سوی دی چي د پښتنو لنډیو او نکلونو ته یې لاره پیدا کړې ده نو دا نکل به تر درې سوه کلونو زیات عمر نه لري. خو د دې خبري احتمال ډیر زیات دی چي دا نکل به ډیر پخوا جوړ سوی او خوله پر خوله سوی وي او وروسته به د اټک رود ورباندي زیات سوی وي. موږ په هرصورت ویلای سو چي دا نکلونه او ورسره ملګري لنډۍ که د ډیر وخت نه وي نو لږ ترلږه پنځه شپږ پیړۍ عمر خو لري.
د نویو لنډیو ایجادول یا جوړول:
   د پښتني فوکلور ځیني خواخوږي او منقدین د نویو لنډیو د جوړیدلو سره سخت مخالفت کوي او د ګناه کبیره په سترګه ورته ګوري. دوی فکر کوي چي د نویو لنډیو په جوړیدلو سره اصلي لنډیو ته تاوان رسیږي او یو وخت به یې له خلکو څخه حساب ورک وي چي کومو لنډیو ته اصلي او کومو ته نقلي ووایی. خو زه په دې عقیده یم چي لنډۍ د اولس مال دی، او اولس ایجاد کړي او غوره کړي دي. اولس نن هم ژوندی دی، او سبا به هم ژوندی وي. که یې پرون په لنډیو کي د خپلو زلمیو د مړاني ستاینه کوله. که یې د خپلو ښایستو پیغلوټو ښکلا او پیزوانونه ستایل، او که یې پرون پر ګودرونو باندي د ښکلیو نجونو سره د خیالي میني اظهار په لنډیو کي کاوه، نن هم هغه میړونه دي، هغه ښکلي او ساده پیغلي دي او لا اوس هم ګودرونه پاته دي او لا سبا ښایی د ګودرونو ځای د پوهنتونونو انګړونه ونیسي؛ او زلمي د پوهنتونونو او کالیجونو کي د لوڅ مخو، فیشني او تعلیم یافته نجونو د ښکلا ستاینه وکړي؛ او ګودر خپل مفهوم له لاسه ورکړي.  پښتنو ښایی په دې څو پیړیو کي په سل هاوو زره لنډه ۍ ویلي وي خو د هغو لنډیو شمیر چي په ریشتیا هم د لنډیو خوند کوي او د لنډیو سوز او ښایست پکښي پروت دی ښایی تر دوه درې سوه وانه وړي. په داسي حال کي چي یوازي سلما شاهین د روهي سندرو په دوه ټوکه کتاب کي د زیات و کم اته لس زره پنځه سوه لنډیو په شاوخوا کي راغونډي کړي دي. زه یقین لرم چي د دې لنډیو څخه به څه باندي اته لس زره په کتابونو کي قید پاته وي او یوازي درې څلور سوه به یې فوکلوري ارزښت ولري او اولس به یې خپل مال وګڼي. او که ټولي هغه لنډۍ چي نورو فوکلوریسټانو به راټولي کړي وي وشمیرو خبره ښایی سلو زرو ته ورسیږي، خو ډیري لږي به یې د اولس انتخاب وي او ډیر لږي به یې د فوکلوري ارزښت د پیدا کولو او تر ډیره وخته د ژوندي پاته کیدلو وړتیا ولري.
  زما په فکر له دې ناحیې څخه هیڅ انديښنه په کار نه ده. پریږده چي نوي زلمي او زاړه شاعران او شاعراني( چي پخوا مو یا نه درلودلې او یا د ګوتو په شمیر وې) د لنډیو د جوړلو او لیکلو په برخه کي خپله طبع و آزمیې. پریږدۍ چي وروستیو غمیزو او پیښو ته په لنډیو کي انعکاس ورکړي او سبا نیو نسلونو ته یې د تاریخي میراث په توګه ورسوي. هغه پیښي چي په نویو لنډیو کي به راځي او یا به یې یادونه سوې وي، په پخوا زمانو کي یې چا تصور نه سو کولای. موږ نه د فوکلور د ځای پر ځای درولو د قوماندې ورکولو صلاحیت او نه یې توان لرو. دا کار په هیڅ کلتوري حوزه کي سابقه نه لري او په پښتني ټولنه کي هم نه عملي او نه علمي دی. په نویو لنډیو کي به ټانک او راکټ راسي، کابل به سوځي، د خلقیانو او پرچمیانو پلچرخي او پولي ګون به راسي، د مجاهدینو ناتار او تیری به وژاړو، ځانمرګي به حملې کوي، زموږ سرتوري به په بیګانه کمپونو کي کړیږي. دا هغه پېښي دي چي څلوېښت کاله مخکي یې چا تصور قدر نه سو کولای . که په دې اړه لنډۍ ونه لیکلي سي نو موږ به د لنډیو په دې ښایسته فوکلوري قالب کي خپلو راتلونکو نسلونو ته د دغو تاریخي پیښو او واقعیتونو په باب څه پریږدو؟ په دې اړه به په زرهاوو لنډۍ لیکلي سوي وي او نوري به هم ولیکلي سي خو بیا هم ښایی یوازي څو سوه لنډۍ اولسي او فوکلوري ارزښت پیدا کړي او له خلکو سره پاته سي؛ او لا ښایی د ګوتو په شمیر لنډۍ د فوکلور خزانې ته وسپارلي سي، او باقي پاته پخپله په ارشیفونو او کتابونو کي ځای ونیسي؛ او خلک به یې حافظې ته د سپارلو زحمت پر ځان ونه مني.
       ځیني څیړونکي بیا په دې عقیده دي چي اوس هم شاعران کولای سي چي لنډۍ جوړي کړي او ویې لیکي، خو په دې شرط چي لنډۍ به په خپلو نومونو نه ثبتوي. د دې عقیدې او نظر اساس هغه غلط فهمي ده چي ګواکي د لنډیو ارزښت په دې کي دی چي شاعران او ویونکي یې څرګند نه دي. په داسي حال کي چي د داسي په زرګونو لنډیو ویونکي څرګند نه دي چي دومره له هنري ارزښت څخه بې برخي دي چي نه پر کاغذ باندي په لیکلو او نه ذهن ته په سپارلو ارزي. دا چي زړې لنډۍ موږ ته سینه پر سینه را رسیدلي دي، علت یې دا دی چي زموږ اولسونو سواد نه درلود؛ لنډۍ یې لیکلای نه سوای او چا په خپلو نومونو د لنډیو د ثبتولو کمال  نه درلود. ځکه نو لنډۍ نه لیکل سوي وې او نه یې شاعران څرګند وه. خو که چیري یو شاعر د سل ګونو او زرګونو ښو لنډیو د لیکلو استعداد ولري، موږ څرنګه هغه په خپل کلام او کمال د فخر کولو له حق څخه محرومولای سو؟ پخوا چي لنډۍ لیکلي سوې نه وې خو چا لیکلای نه سوای؛ اوس چي یې لیکلای سي پریږدی چي په خپلونومونو یې ثبت کړي او د رقابت په میدان کي ښې، ښکلي او غښتلي لنډۍ ایجاد سي. یعني د لنډیو د اصیل والي او سوچه والي اساس دا نه دی چي لیکل سوي نه دي او اولسونو سینه پر سینه نقل کړي دي بلکه خبره د لنډیو په ښایست، موضوع، متانت او تاثیر کي ده. که یوه لنډۍ ښایسته، سوچه او متینه وي؛ که یې شاعر معلوم وي او که نه وي اولسونه به یې حتما خوښوي، سینو ته به یې سپاري، له یوې حوزې څخه به یې بلي ته نقلوي او خپل ګډ مال به یې بولي او د شاعر له مړیني څخه سل کلونه وروسته به له اولس سره اوسیږي.
  د لنډیو طبقاتي ارزونه:
 که څه هم چي په دې باره کی بخث موږ له موضوع څخه لیري کوي، خو څرنګه چي ځینو مهمو لیکوالانو د دې ښایسته فوکلوري ژانر طبقاتي ارزونه کړې او د راتلونکو ځوانو نسلونو توجه، په دغه برخه کي، یوې بلي خواته اړوي نو مجبور یو چي یوه یاودونه قدر یې وکړو. زما د استاد او ملګري مرحوم محمد انور نومیالي په یوه ناچاپ سوي ټایپي اثر، د پښتو ادبیاتو د تاریخ یوه تیوریکه طرح، کي مي ولیدل چي د پښتو لنډیو په موضوع کي یې د مشهور شاعر سلیمان لایق ستاینه له دې کبله کړې وه چي د پښتني فوکلور دې ژانر ته یې طبقاتي کتنه کړې وه.
پر افغانستان باندي د مارکسیزم لینیزم د بیګانه ایډیالوژۍ د یرغل سره سم، دې مفکورې ته ټولو معتقدو منورینو او څیړونکو کوښښ وکړ چي خپل تاریخ او کلتور ته نوې کتنه وکړي. د دې نوي کتني تر ټولو غوره او مترقي لار د هري پدیدې د څیړلو لپاره طباقتي عینکي وې. څرنګه چي افغانستان د دوی په نظر یوه طبقاتي ټولنه وه او هر حرکت او تحول یې د طبقاتي تضادونو د کشمکش محصول وو نو فکلوري نظمونه او لنډۍ، چي د اولس د ادبیاتو یوه ښکلې برخه وه، له دې کشمکش څخه لیري نه سوای پاته کیدلای. د لنډیو لپاره هم باید یو طبقاتي چوکاټ جوړ سوی وای او ښه خبر خو لا دا وه چي دغه راز تحلیلونه، د وخت له تقاضا سره سم، مترقي او انقلابي هم ګڼل کیدل. ما پخپله د سلیمان لایق لیکنه نه ده کتلې خو د مرحوم محمدالدین ژواک هغه کتاب مي کتلی دی چي د فوکلور پر سندریز اړخ یې لیکلی او د لنډیو په برخه کي یې د سلیمان لایق د طبقاتي تحلیل ستاینه کړې، او د هغه په پیروي، د خپل کتاب د څلورم فصل لوګري سندریز مکتب په یوه ځای کي لیکي« په طبقاتي تولنه کي هره طبقه لنډیو ته خپل اجتماعي رنګ او عطر ورکوي او د خپلو ارمانونو، عواطفو او ذوقونو غوښتني ورلیږدوي. د لنډیو فورم او لفظي جوړښت د ساز د سامان مثال لري. هر څوک خپلي نغمې او غاړي پکي ږغوي. هره اجتماعي طبقه او قشر خپل ارمان پکي بیانوي. لنډۍ د پښتني ټولني طبقاتي تنوع روښانه او بې ریا څرګندوي او بې له دې نه چي د طبقاتي تضاد بربنډولو د توضیح او تصنیف دنده په غاړه واخلي او یا په دې باره کي درس ورکړي لکه ړوند بلبل چغیږي او له هغو ماغزو او زړونو څخه چي څه راوزي د همغو د اجتماعي شعور میلوډي ږغوي... لنډۍ د چیني رڼي اوبه دي چي توري او سپیني شګي بې توپیره د هغوی په تل کي خپلي اصلي رنګینی ښيي، د هغي اجتماعي طبقې کرکټر څرګندوي  کوم چي د دغي طبقې له روحي، سیاسي او اخلاقي ترسباتو څخه ترکیب سوې ده. او دا ځکه چي ټولنه د لنډیو یوه اساسي سرچینه ده او دغه سرچینه له ظالمو او مظلومو، استثمارګرو او استثماریدونکو، له حاکمو او محکومو پرګنو څخه را بهیږي او د ژواند په دایمي خوځیدو کي د متضادو طبقاتو د آوازونو یو جبري ترکیب بشپړوي. او یوه ورځ به نهايي پای، یعني د انسان د آزادی پولي ته رسیږي او نوی شکل او د بې طبقې ټولني ارمان به بیان کړي. یا داچي خپل ځای به بل هنري چوکاټ ته پریږدي چي هغه به د لنډیو هنري رسالت د نوي زمان لپاره په غاړه واخلي او د نوي انسان ژبه به شي... په هغو لنډیو کي چي لا تر اوسه د خلکو له پرګنو څخه را ټولي شوي او خپرې شوي دي داسي لنډی ډیري دي چي مخامخ د بزګرانو د طرز فکر، ارمانونو، ژوند او فرهنګ ترجماني کوي او هغه ساده معصومه او ریښتیني ښکلا غبرګوي چي د دې طبقې د ژو ند له چینو څخه را خوټیږي. ښکلا د زیارایستونکو په نظر له کار او زیار او بدني روغتیا سره د میني لرلو بیانونکې ده، او په لاندنیو لنډیو کي دغه ښکلا دومره بربنډه شوې چي په بل هیڅ راز شعر کي ساری نه لري.
پاچايي تخت مي په کار نه دی ««««« جانان به لو کا زه به وږي ټولومه
جغ په اوږه چوکه په لاس کي «««««  زه د بیلتون یوي تړم اغزي کرمه
چي لو او لور شي خواري زور شي «««««  په بخملي ګوتو به وږي ټولومه
د پسرلي لوونه ګډ شول  ««««««« نجلۍ په سرو منګولو وږي ټولوینه
یار مي د سرو غنمو لو کا «««««  سپینه خولګی سبا ناری ورته وروړمه
یار مي د ډاګ ګرمیو وسو «««««    زه به د سپیني خولې شبنم پر اورومه
مرحوم ژواک د دې لنډیو څخه داسي نتیجه اخلي چي په دې لنډیو کي د زیارایستونکي انسان ( بزګر) د ښکلا پیژندني د سلیقې او ذوق لوری له ورایه ښوول سوی دی.
زما په عقیده، لومړی خو د دې لنډیو د ښکلا د ارزوني په برخه کي له ډیري مبالغې څخه کار اخیستل سوی دی. په دې لنډیو کي داسي فوق العاده ښکلا نسته چي هغه دي په بل هیڅ ډول شعر کي ساری ونه لري. زه به د سپیني خولې شبنم پر اورومه او یا سپینه خولګی سبا ناری ورته وړمه ، چنداني خاصه ښکلا نه لري او که دا ارزونه ومنو هم د پښتنو د ژوند، چي تقریبا ټول له کرني سره اړه لري، یو اړخ تمثیلوي او له استثمار او استثماریدونکو سر چنداني اړه نه لري. موږ به په لنډیو کي طبقاتي تضاد هغه وخت لیدلی وای چي د لیکوال په اصطلاح له استثمارونکي طبقې یعني فیوډال څخه ضمني شکایت پکښي سوی وای او یا هغه چا ته ښرا سوې او یا حق ورڅخه غوښتل سوی وای چي دوی یې دغه خواریو ته مجبور کړي دي. په داسي حال کي چي د مارکسیزم د فلسفې او اقتصاد یو موسس فریدریک انګلز د استعمار در آسیا په نوم د مارکس او انګلس د مضامینو په مجموعه کي د افغانستان د تاریخ په باب یوه لنډ مضمون کي لیکي چي پښتانه یوازي د جنګ او زراعت سره مینه لري او نورو ټولو کارونو ته په سپکه سترګه ګوري. که په ځیر ورته وکتل سي نو په دې لنډیو کي د انګلس نظر له ورایه څرګند دی او د زراعت سره د پښتنې نجلی دایمي رابطه ښيي. زموږ مارکسیسټانو ته دا معلومه نه وه چي د افغانستان په تاریخ کي د طبقاتي تضاد او مخالفت یکي یو مثال نه دی لیده سوی. ځکه چي د پښتنو ټولنه د قبایلو یوه مجموعه وه او تاریخ یې د طبقاتو تر منځ د شخړو او لانجو پر ځای د قبایلو د اختلافاتو او دښمنیو او ورور وژنو یو اوږد او نه ختمیدونکی داستان دی. لنډۍ، چي ښايي په سلو کي اتیا د ښځو له خولې نقل سوي وي، د میني، جنګ او په اجتماعي ژوند پوري مربوطو پیښو بیان دی او په هیڅ توګه له طبقاتي ظلم او ستم سره، چي زموږ مارکسیسټ لیکوالان یې ادعا کوي اړه نه لري. البته څرنګه چي مارکسیسټانو هري اجتماعي پدیدې ته طبقاتي عینکي ایښي وې او ځانونو ته یې په وچ زور طبقاتي دیوان او ویرونکي څېرې جوړي کړي وې او هر شته من او بډای ته یې د دښمن په سترګه کتل او انقلاب یې هم د همدغي خیالي او بیځایه ویري قرباني سو نو د پښتنو سپیڅلی فوکلور او ښایستې لنډۍ هم له دې بدرنګه داغ څخه بیغمه نه سوای پاته کیدلای.
ما د سلیمان لایق له خوا د خواري کښانو او د هغوی په مقابل کي د مستبدینو اواستثمارونکو طبقاتو په باب انتخاب کړي لنډۍ نه دي لیدلي خو مرحوم ژواک، چي د سلیمان لایق د مفکورې ټینګ ملګری او د هغه له لوري یې د لنډیو د طبقاتي ارزوني ستاینه کړې ده، په دې باب د خپلي ادعا د اثبات لپاره یو څو نور مثالونه ورکوي او وايي چي سربیره پردې ډول لنډیو چي مخامخ د بزګرانو د ژوند او کار او زیار سره خپله رابطه ښکاره کوي داسي لنډۍ هم سته چي پورتني متداول کلمات او افزار نه استعمالوي مګر د استثمار شویو بزګرانو د ژوند او ارمانونو د څیرې نور مشخص اړخونه بیانوي.
ولي به نه ژاړم عالمه «««««««  په سره غرمه کي جانان کډي باروینه
هلکه ستا د زړه له پاره  ««««    تلي مي سوزي په غرمو ولاړه یمه
یوواري توره لونګی وکړه ««««««« بیا که شړی په سر کوې یاره دي یمه
بروزي ډیري راته راوړه  ««««««««  د بیلتانه ځمکه مي ډډي سولوینه
په کشمالو کي ورته پټ شوم  «««««««  نجلۍ د غواوو غوبنه ده را به شینه
په سپیرو بد مه وایه موري ««««««««  سپیرې دي خاوري چي ګلونه شنه کوینه
پسرلی ښه باران یې بد دی ««««««   نجلۍ واښه کړي تور اوربل یې لند وینه
په دې پورتنیو لنډیو کي به د غریبی بیان سوی وي، مګر د غریبی بیان له چا سره طبقاتي دښمني نه افاده کوي. پښتانه اکثریت غریب خلک ول او اوس هم زیاتره غریب دي خو غریبي خامخا طبقاتي تضاد نه سي افاده کولای. طبقاتي تضاد په دښمنی، مخالفت او عملي اقدام افاده کیږي. طبقاتي تضاد یوازي د غریبۍ او بدحالۍ څخه په شکایت نه افاده کیږي بلکه د خپل ژوندانه د نه  زغمل کیدونکو شرایطو علت ته اشاره پکښي سوې وي. که موږ د پښتنو فوکلوري نکلونو ته یو نظر واچوو، چي مسایل یو څه په تفصیل کي پکښي بیان سوي دي نو د خپلو مارکسیسټانو د نظر له عکس سره مخامخ کیږو. د طالب جان او ګل بشرې په نکل کي یو پاچا د خپلي لور د خوښي او غوښتني سره سم راضي کیږي چی خپله ګرانه او ښکلې لور یوه طالب ته، چي نه یې مور او نه یې پلار معلوم دي، واده کړي. په دې نکل کي نه یوازي طبقاتي تضاد له منځه تللی دی بلکه د میړه په انتخابولو کي د پیغلي حق ته په درنه سترګه کتل سوي دي. ظریف خان، چي د خپل قام او سیمي یو ځوان خان او ملک دی، د مابۍ  په څیر یوې غریبي او یتیمي نجلۍ سره واده کوي او تر مرګه یوه بل ته وفادار پاتیږي. د یو سفزیو یو غښتلی خان آدم خان خپله ښایسته او ګرانه خور نازو خپل مريي بلو ته ورکوي. خو کله چي د قطب خان او آدم خان د یارانې سوال رامنځته کیږي نو آدم خان خپله خور قطب خان ته واده کوي او له بلو سره ژمنه کوي چي هغه ته به بله ښایسته نجلۍ ور وغواړي. کله چي قطب خان او نازو دواړه د بلو د شیطانت قرباني کیږي، آدم خان بلو ته هیڅ نه وايي او تر ګناه یې په پټو سترګو تیریږي.  که بادار، له بزګر سره نه بلکه د خپل مريي سره د خپلي خور د واده کولو ژمنه کوي دلته به نو موږ د طبقاتي تضاد څرک چیري لګوو؟ نه یوازي طبقاتي تضاد او د طبقو ترمنځ  سرحد نسته بلکه د طبقاتو ترمنځ بشپړه دوستي او خپلوي وینو.
د موسی جان او ولي جان په نکل کي سهیلی، چي پاچا دی او څلویښت ښځي لري، د ولي جان په څير یوه غریب سړي د مځکي د لاندي کولو په بدل کي خپله ښایسته میرمن له لاسه ورکوي او پرته له دې چي د خپلي ښځي د تښول کیدلو او خپل رقیب ولي جان ته د سزا ورکولو لپاره سمدستي اقدام وکړي د یوه بیچاره سړي په څیر له خپل سرنوشت سره جوړه کوي. په پای کي د خپلو ظلمونو سزا ویني او د ولي جان د کهاله د ښځو په لاس وژل کیږي. د علیبیګ او شاپاڼی په نکل کي، چي معصوم خان د یوه غریب سړي ناموس ته سترګي خړي کړي دي په سزا رسیږي او د ښځي په لاس وژل کیږي.
که موږ په خپلو فوکلوري نکلونو کي د طبقاتي تضاد د یوې پیښي څرک لیدلی وای نو زه یقین لرم چي زموږ په ښایستو لنډیو کي به یې حتما انعکاس کړی وای. کنه نو دا یوازي زموږ د ځینو منورینو د مارکسیسټي تبي هذیان او پرتي دي چي زه یقین لرم هغوی به هم اوس له هغي تبي څخه روغ  سوي وي، پرتي به نه وايي او په هغه نظر به نه وي.
د پښتنو په ټول تاریخ کي د طبقاتي تضاد، طبقاتي اختلاف او دښمنی او طبقاتي قیام یکي یو مثال نه لرو. علت یې دا دی چي پښتانه په خپل ټول تاریخ کي، او حتی تر نني ورځي پوري، د خپل قام سره اوسیدلي او د قومي خانانو او مشرانو تر سیوري لاندي یې ژوند کړی دی. خان او ملک د هغوی د سر، مال او ناموس ساتندویان دي. پښتانه که دښمني لري نو هغه یې معمولا له خپلو تربرونو سره وي. تربور که غریب وي او که خان وي تر بور دی.( تربورته بې وروره مه سې او ورور ته بې زویه مه سې ) متل څخه ښکاري چي د تربور څخه وروسته، د پښتانه ورپسې دښمن او یا احتمالي او فرضي دښمن د هغه خپل ورور دی او دی یې په مقابل کي د زوی درلودلو غوښتنه لري. د داسي یوې ټولني په فوکلور کي چي په خپل ټول تاریخ کي د طبقاتي مبارزې یو مثال هم ونه لري، د طبقاتي تضاد او توپیر څرک پیدا کول غیر ممکن دی او یوازي د کاغذ پر مخ میندل کیدلای سي. په فوکلوري سندرو کي هغه څه انعکاس کوي چي په ټولنه کي موجود وي، او چي په ټولنه کي کوم شی موجود نه وي نو په فوکلور کي به څرنګه انعکاس وکړي؟

یادونه:

ددغي څېړنیزي لیکني نوري برخي په ترتیب سره د بېنوا پاڼي څخه لوستلای سئ

http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62580

© http://www.benawa.com/details.php?id=62581#ixzz3MvQnF5mR