غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62668
مصطفی ـ آرین
دخبریدو نیټه : 2015-01-02


 ځم هغه خواته خو مې فکر هغه خواته نه ده
 نوې مــئین یـم خـپه مه شـه ګنـاه مــاته نه ده
 ویریږه مه ستا د تصویر معنآ به نه ورانیږي
 لامـــې جانانه د غــــزل هــنداره مــاته نه ده
 دې نیمه خوا کاته دې سم نښه ویشتلې نه شي
 نو شاته،شاته ولې ګورې زړه خو شلته نه ده
 بت ګر خو تا کړمه چې خټه دې خبرې کوي
 ځـار د خبرو شم چې ماته ده بل چــاته نه ده
 خـلک په مــینه کې تر کــومه سره ورســیدل
 قســمته زما خو ورته طمعه نن سـبا ته نه ده