د افغــان فریــــاد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62688
احمــد خــرم
دخبریدو نیټه : 2015-01-05

 

 ماتـــه د دردونـو د رنځـونــو کیسې څـه کـــوی
 زه په کــړاوونـــو کــړیـــدلی یـو افغان یمـه
 زړه او هـم ځیګر می د زخمــونـو خــزانـه شولـه
 داسـی بـی درمـله دردیــــدلی یـو افغان یمـــه
 هـر سهار چی پــاڅـم د چـاودنو انګــازه وی تـل
 پـروت یمــه پـه وینـو لمبیدلی یو افغان یمـــه
 خوینـدی مـو سر تورې او د میندو حال به څه وایم
 نــم شـومـه د اوښـکو څڅیدلی یـو افغان یمــــه
 هیـلې آروزګانی مـی بـی شمــاره پــه زړګی لـرل
 خـښ مـی شـو وجـود روح می وتلـي یو افغان یمــه
 کونـډې یتیمــان مـو بـی اســرې راپسی ژاړی نـن
 پـاتی پـه تیــارو تــل ټپـریدلی یو افغان یمـه
 دا زمونـږ قسمت دی د تقدیـر بـه درته څه وایــم
 تـل پـه ګـاونډیـانـو ځپیـــدلی یـو افغان یمـه
 خـدای خبـر احمـده دا تیـارې چیرته رڼا بـه شـی
 تـږی یــم د سولـې ځـوریـــدلی یـو افغان یمــه

 احمــد خــرم وردگ