د بېنوا فرهنګي ټولني د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6270

دخبریدو نیټه : 2006-03-24

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چي د هيواد د نامتو ليكوال او ژورناليست ډاكټر لطيف بهاند ورور طالب جان بهاند په حق رسېدلى دى، اروا يې ښاده جنت يې ځاى.

بېنوا فرهنګي ټولنه په دې غم كي د دوى له درنې كورنۍ او وروڼو، هريو انجينر محمدظريف بهاند، محمدشريف بهاند، پوهندوى محمدآصف بهاند، ډاكټر لطيف بهاند، شامحمود بهاند، محمدحنيف بهانداو احمدشاه بهاند سره ځانونه شريك ګڼي، او د پاك الله (ج) له درباره يې كورنۍ له داسي غمونو ليري او بهانده غواړي.