افغان ولسمشر اشرف غني وايي د ټاکنو په کمیسیون کې باید اصلاحات رامنځته شي خو دا کار یوه مناسب فرصت ته اړتیا لري . له ارګه خپره شوې خبرپانه کاږي ،چې ولسمشر پرون د ټاکنو خپلواک کمیسیون له رئیس او غړو سره کتنه کې د ټاکنو کمیسیون په استقلالیت د ټینګار ترڅنګ وویل،په یوه مناسب فرصت کې به په نوموړي کمیسیون کې اصلاحات راولي.ښاغلي غني د یادکمیسیون له رئیس او غړو سره د دغه کمیسیون پر تخنیکي، امنیتي او تشکیلاتي مسئلو، سرچینواو په ټول هېواد کې په متوازن ډول د ټآکنیزو مرکزونو د جوړېدو په باب خبرې وکړې.