ارګ:۹نوماندانوته د باور رایې ورکولو له کبله له ولسي جرګې مننه کوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62953
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-28

ولسمشر اشرف غني له ولسي جرګې مننه وکړه، چې اتو نوماند وزیرانو او دملي امنیت ریاست لپآره نوماند ریس ته یې د باور رایه ورکړه. له ارګه خپره شوې خبرپانه کاږي ،چې ولسمشر اشرف غني هغو وزیرانو ته ، چې د ولسي جرګې له لوري يې د باور رایې تر لاسه کړې ، هیود او خلکو ته د خدمت په لاره کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه .سرچینه کاږي چې ولسمشر به په نږدې راتلونکي کې دپاتي وزارتونو لپاره،نوي نوماند وزیران د باور رایې اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته ور وپیژني.