د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس او درې ملکي وګړي وژل شوي دي. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د مرکز مهترلام اړوند په مصري کلا کې شوې. هغه زياته کړه چاودېدونکي توکي د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوي وو او د پوليسو پر يوه موټر چاودېدلي، چې له امله یې يو پوليس او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.