په پکتیکا کې یوه ماشومه د تښتوونکي له منګولو وژغورل شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62960
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-29

د پکتیکا سیمه یز چارواکي وايي په دې ولایت کې یې یوه اوه کلنه ماشومه، چې د یو کس له خوا تښتول کېده، د پولیسو له خوا د اختطاف کوونکي له منګولو وژغورل شوه او اختطاف کوونکی لاس په لاس ونیول شو.د پکتیکا د ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي، چې اختطاف کوونکی زمان نومیږي، چې د ارګون ولسوالۍ د علي خېلو د کلي اوسیدونکی دی، او تښتول شوې ماشومه پلوشه نومیده، چې د یادې ولسوالۍ د خانه دارو د کلي اوسیدونکې وه.د یادولو وړ ده دا لومړی ځل دی، چې په پکتیکا ولایت کې د اختطاف پېښه رامنځته کیږي او ملي پولیس يې مخه نیسي.