په ننګرهار کې د ماین چاودنې ۱ ماشوم وژلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62963
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-29

د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې نن سهار ديوې چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى دى.د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وويل چاودنه نن سهار اوه بجو او ١٥ دقيقو د لومړۍ ناحيې اړونده سيمه کې شوې ده.هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي ديوه کرولا موټر لاندې ځاى پر ځاى شوي وو، چې د چاودنې له مله يو ماشوم وژل شوى او بل چاته زيان نه دى اوښتى.