زابل : ترافيکي پيښي ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله واړول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62965
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-01-29

د کندهار ـ کابل پر لويه لاره د ترافيکي پيښي له امله ۵۶ مسافرينو ته مرګ ژوبله واوښته . پيښه نن تر غرمې مخکي يوولس بجې د زابل د مرکز کلات اړوند د کاکړانو په سيمه کې د ټونس پيما ترانسپورټي شرکت اړوند د يوه ۳۰۳ ډوله او لوی باروړونکي موټرونو تر منځ وسوه ، د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايې ، چې په پيښه کې تر شل زيات کسان وژل سوي او ديرش نور ټپيان دي ، خو يوه بله ترانسپورټي سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط وايې چې په پيښه کې ۲۱ تنه وژل سوي او ۳۵ نور ټپيان دي . د پيښي مړي او ټپيان د کلات مرکزي روغتون ته وړل سوي دي ، د زابل د عامي روغتيا رييس وايې چې روغتون ته دوه ويشت تنه مړي او ۳۱ تنه ټپيان ور وړل سوي چې ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي او د ټولو روغتيايي حالت د انديښتني وړ دی .