کابل کې ۱۲ زرو تنو د کانکور ازموینه ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62967
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-29

نن په کابل کې له دولس زرو تنو د کانکور ازموینه واخیستل شوه. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عثمان بابري وايي، له دغو دولس زرو تنو ۴ زره یې نجونې او پاتې اته زره هلکان دي. د نوموړي په نیا نږدې راتلونکي کې به له پاتې زرګونو زده کوونکو هم د کانکور ازموینه واخیستل شي. د بابري د مالوماتو له مخې، سږکال به شاوخوا پنځه پنځوس زره ځوانان د لوړو زده کړو موسسو او اوه دیرش زره نور د نیمه زده کړو موسسو ته جذب شي.