وسلوالو طالبانو په کابل کې د امریکا پر پوځي قراردادیانو د برید مسولیت منلی دی. په دغه برید کې چې وړمه ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې وشو درې تنه امریکایي پوځي قراردادیان ووژل شول او یو بل ټپي شو. وايي چې دغه کسان د امریکا له لورې د افغان هوايي ځواکونو د روزنې لپاره استخدام شوي وو. ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي؛ پر ټویټر پاڼې په یوه پېغام کې لیکي چې دا برید د دوی د یوه ملګري احسان الله له خوا شوی دی. په دې پېغام کې احسان الله د لغمان اوسیدونکی بلل شوی چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یې دنده لرله. سرچینه زیاتوي په دغه برید کې برید کوونکی هم وژل شوی دی.