ولسمشر غني د لغمان د بریدونوپه اړه خواشیني څرګنده کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62985
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-30

ولسمشر اشرف غني د لغمان له والي سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د لغمان د وړمې ورځې د بریدونو په اړه خواشینې ښودلې. له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده او د لغمان والي ته يې سپارښتنه کړې چې د پېښو سخت ټپیان دې د درملنې لپاره کابل ته ولېږدوي. خبرپاڼه زیاتوي د لغمان والي، امنیه قوماندان او نورو امنیتي مسوولانو ته د دې پیښي د عاملانو د نیولو په برخه کې د جدي اقدماتو سپارښتنه شوې ده. په لغمان کې وړمه ورځ په دوو پېښو کې شپاړس کسان چې ډېری ملکي وګړي وو؛ ووژل شول او د درېیو پولیسو په ګډون شپږ دېرش نور ټپیان شول. د لغمان د والي ویاند ویلي، په وژل شویو کې دولس ملکي وګړي او د امنیه قوماندانۍ د جنايي مدیر په ګډون څلور نور پولیس شامل دي.