د سپي د لېوني کېدو ناروغۍ یا Rabies

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63083
ډاکټر ظهیر
دخبریدو نیټه : 2015-02-07


د ناروغۍ مخینه
 Rabies   یا د سپي د لېوني کېدو ناروغي له خطرناکو زونوزیس ناروغیو (د انسانانو او څارويو ګډه ناروغۍ) څخه ګڼل کېږي. یاده ناروغي یوه وايروسي ناروغۍ ده چې پر مرکزي عصبي غونډال برید کوي؛ لومړی فلج او که یې ژر درملنه و نه شي؛ پر مرګ پای ته رسېږي.
ربیس په انګرېزی کېMad Dog  باله شي او په لاتین کې یې Hydrophobia بولي. دا ناروغي ټول ګرمه وینه لرونکي ککړولای شي. په انسانانو او څارویو کې له ډېره پخوا پېژندل شوې ده چې له نن څخه کابو ۴۵۰۰ کاله وړاندې په اروپا ( یونان ) او افریکا ( مصر ) کې خپره وه. په کال ۱۸۵۸ز کې «لوئی پاسټور» د دې وېرونکې ناروغۍ واکسین جوړ کړ. د ناروغۍ په وړاندې انسان، څاروي او الوتونکي حساس دي.
د ناروغۍ لامل
د ناروغۍ لامل د RNA وایروسونو په ډله پورې تړلی دی، په جنس کې په Lyssa Virus ور ګډېږي؛( Lyssa په یوناني کې غوسه ناک او لېوني ته ویل کېږي )، کورنۍ یې Rhabdoviridae نومېږي چې په خپله کورنۍ کې یې څېره او جوله د Vesicular Stomatitis له وایرس سره یورنګه ده. یاد وایرس اعصابخوښی یا Neurotropic خوي لري او  د ماغزو او شوکي نخاغ د وژونکي پاړسوب لامل کېږي.
د ناروغۍ وایرس له ۲-۳ RNA، ۷۵ سلنه پروټینو، ۲۰-۲۶ سلنه غوړو او ۳ سلنه خوږو یا کاربوهایډرېټو څخه رغون موندلی.  پلنوالی یې ۷۵ نانو مټره دی.
یاد وایروس په چاپېرل کې تر ډېره ژوند ته دوام نه شي ور کولای. د سانټي ګراډ په ۶۰ درجې تودوخه کې نیم ساعت وروسته او په ۸۰ درجې د څو شېبو په ترځ کې له منځه ځي. د تودوخي په نسبت په نسبي یخنۍ کې یې د پایښت چانس ډېر دی. په عصبي ريښتو او شوکي نخاغ کې یوه څه موده ژوندۍ پاتېږي.
خپرېدنګ ډول
په دوه ډوله خپرېږي:
لومړی: په طبیعي ډول یا Non-Iatrogenic چې په لاندې لارو لېږد مومي:
1. ډېرکلې ( عامه ) لاره یې دا ده چې د ناروغۍ په وایرس اخته حیوان؛ انسان یا بل حیوان داړي چې پدې سره د ککړ حيوان د خولې ناړې ( لعاب ) د داړل شوي بدن ته ننوځي او وروسته د ناروغۍ سبب کېږي. دا هم شونې ده چې د روغ انسان یا حیوان د بدن له ټپ سره دي د ککړ حیوان ناړې اړېکنۍ شي؛ او ناروغي دي را منځ ته شي.
2. که ناروغ انسان بل انسان په غاښ کړي؛ هم د ناروغۍ خپرېدنګ ته لاره سمېږي او یا هم که د ککړ کس ناړ ې د روغمن د بدن پر ټپونو توی شي؛ روغ کس ناروغي اخلي.
3. کله نا کله د ساییزو څاڅکو ( تنفسي قطراتو ) په مټه هم د ناروغۍ لېږد شونی دی.
4. که بچی د ککړې/ناروغې مور په خېټه کې وي؛ د پېروان یا Placenta له لارې په ناروغۍ اخته کېدای شي.
5. ځینې کسان چې په کانونو او ښمڅو کې وي؛ د پوستکي ( ټپ ) او سهیلیز غونډال ( هضمي سیسټم ) له لارې وایرس اخلي ځکه د کانونو او ښمځو هوا د اسمانڅکالو په میتیازو ککړه شوې وي. یاده دي شي چې اسمانڅکالي د وایرس د لېږد تر ټولو ښه مټه ده.
دویم: په ناطبیعي ډول یا  Iatrogenic؛ چې په لاندې لارو لېږدېږي:
1. روغ انسان ته له ککړه انسان څخه د ژونکیز لېږد په مټه
2. د مړه شوي انسان یا څاروي پر جسد/لاښ څېړنې ( اوټوپسي ) د لېږد له خطره تشې نه دي.
3. په لابراتوار کې پر ککړو ژونکو/انساجو ازموینه هم د ناروغۍ خپرېدنګ شونی کوي.
4. په وایرس له ککړو وسایلو سره اړېکی هم د ناروغۍ لامل ګرځي.


د ناروغۍ پرمختګ
کله چې ککړ یا ناروغ حیوان؛ کس وداړي؛ د ناروغۍ لامل د ناړو په مټه د داړل شوی بدن ته ننوځي چې سمدستي د ټپي ځای په ژونکو یا میوسایټو کې په ډېرښت پیل کوي. د ټپجنې ساحې عصبي رښتې یې شوکي نخاع، شوکي نخاع یې د مرکزي اعصابو غونډال ته رسوي او له هغه ځایه ټول بدن یانې پوستکي، د سترګو ګاټو، د ناړو غدو او نورو غوړو ته خپرېږي. که د انسان یا څاروي بچی په نس وي؛ د پېروان له لارې بچي ته هم لېږدېږي.
کلینکي نښې:
د سپي د لېوني کېدو ناروغۍ ( Rabies ) پټ پړاو یا مخفي دوره یو ډول نه ده. تر ډېره بریده د داړل شوي انسان/حیوان بدن ته د ننوتي وایرس په اندازې، د وایرس په وېرولینس ( ناروغ زېږدی ځواک )، د ټپ په ژوروالي، له مرکزي عصبي غونډال څخه د ټپ په پرېوت، د داړل شوي کس/څاروي په منګ او د ککړ شوي انسان/حیوان په معافیت پوري تړلې ده.
که چېري انسان ځوان وي یا ټپ د مرکزي اعصابو غونډال ته جوخت او یا هم ژور وي؛ نو پټ پړاو لنډ حتی ۴-۵ ورځې وي خو که هره اندازه ټپ د مرکزي اعصابو له غونډال څخه لرې وي؛ په هغه اندازه پټ پړاو اوږدېږي؛ شونې ده تر ۷ میاشتو وغزېږي. په منځنۍ توګه یاده دوره له نیمې تر دوو میاشتو وي. په انسانانو کې کلو ته هم غزېدای شي.
په څارویو کې یادې نښې له یو بل سره بېلي دي. خو په ټوله کې دا خبره اړینه ده چې که د څاروي په چلند کې بدلون راغی او عصبي ګډوډي پکې تر سترګو شوه؛ نو پدې اکر کې وېره شته چې څاروی د سپي د لېوني کېدا په وایرس اخته شوی دی.
د ناروغۍ په کلاسیکه نومونه کې درې پړاوه دي چې:
لومړي: لومړی پړاو چې  Prodrmal Phase یې هم بولي. په یاد پړاو کې د ناروغ څاروي غږ بدلېږي، ستړي وي، نالوهې ( بې اشتها ) وي، له هر څه وېرېږي، که ناروغ حیوان سپي وي؛ نه شي غپلای او تر خوله یې ځګونه ځي.
دویم: د هیښمنتیا ( هیجاني ) پړاو چې په انګرېزي کې Exidative Phase ور ته وايي. حیوان هره خوا او پر هر څه منډه ور اخلي،  هر شي ته خوله ور اچوي، د تګ پر مهال نېغ روان وي، لکې یې د ملا له تیر سره موازي وي او که یې تر مرګ ورسته ګېډه څېري شي؛ لرګي، ډبرې او ناخوړنتوکي به پکې وي.
درېیم: د فلج پړاو ته Paralytic phase هم وايي. د څاروي د ستوني غړي مري چې په دې ډول د خوارکتوکو تېرول ناشونی کېږي، له ځایه نه شي خوځېدای، د سترګو مردکي یې کوچینوالی مومي، له خولې یې ډېري ناړې بهېږي او ۴-۵ ورځو وروسته مري.

 


که پورتنۍ نښې په حیوان په ځانګړې توګه په سپي یا پيشو کې تر سترګو شوې؛ رغېدنګ یې ناشونی دی او باید انسانان او څاروي ور څخه خوندي شي.
د ځناورو چلند هم بدلون مومي؛ د بېلګې په ډول که ګېدړه ناروغه شي، هوښیاري بایلي.
شخوند وهونکو څارویو ته سهیلیزه ( هضمي ) ګډوډي پیدا کېږي، د ناروغۍ په لومړیو کې قبضیت وي او وروسته یې نوږیزه ګروه ( جنسي تمایل ) ډېرېږي، تر خولې یې ځګنې ناړې ځي، عصبي نښي په کې لیدل کېږي، غاړه او لکۍ یې کږه وي او وروسته مري.
اسانو ته د کلمو خوږ پیدا کېږي، د مخ په پښو ځمکه خَرّي، ټپي ځایونه د خارښت په توسن په کلکو شیانو پوري موښي او سخت غوسه ناک وي.
الوتونکي د څارویو په پرتله لیږ په ناروغۍ اخته کېږي. د ناروغو الوتونکو د وزرو بڼکې ګډې وډې او وزرونه مړه وي او مرغه بریدګر اکر خپلوي.
د ناروغۍ نښې:
د ناروغۍ په لومړیو کې ټوخی، تبه، د ستوني خوږ، د ګېډې درد، د پټ په خوا کې سوروالی له درد او خارښت سره، ګډوډ سوچونه او اندېښنې.
په وروستیو کې د رویې او چلند بدلون، خواشیني او اندېښنې، له اوبو او هوا څخه وېره، له هر شي وېره، لېونتوب، د غاړې او پرین ( حجاب عاجز ) د غړو شخي، د وینې د فشار بې نظمي، د بدن د تودوخې او نبض ګډوډي، د غړو فلج، کوما، د ساه بندښت او په پای کې مرګ را منځ ته کېږي.
تر مړینې وروسته موندنې یا پتولوژي
هغه انسان چې ناروغۍ وژلی وي؛ په بدن کې یې ځانګړې بدلونونه نه رامنځ ته کېږي. د حیواناتو په ګېډو کې کېدای شي بهرنۍ پږي ( اجنبي اجسام ) ولیدل شي.
د مرکزي اعصابو د غونډال په آمونAmon Horns  او مېډولا اوبلانګاتا Medulla Oblongata کې او همدارنګه د رګونو په شاوخوا کې د لمفوسایټونو هجوم تر سترګو کېږي. د ژونکو په سایټوپلازم کې تورپږي یا Negro Bodies لیدل کېږي.
د ناروغۍ پېژندنه
د سپي د لېونتوب ډاګیزې کلینیکي نښې سړی د ناروغۍ پېژندنې ( تشخیص ) ته ور نيژدې کوي. د دې تر څنګ د ناروغۍ مخینه هم مرستمنه پرېوځي. البته دا خبره باید په پام کې ونیول شي چې نورې لېږدیزي ( ساري ) ناروغۍ هم شته چې د ماغزو د پاړسوب په توسن په حیوان کې عصبي ګډوډۍ زېږوي. د سمې پېژندې لپاره دي لابراتواري ازمونیې تر سره شي. RRAT او FAT هغه لابراتواري ازمویښتونه دي د تشخیص په ډګر کې ډېر کار ور څخه اخیستل کېږي. اړینه یې نه بولم چې د یادو ازمایښتونو په اړه مو ډېر سر در وخوږوم.
درملنه او مخنیوی
د سپي د لېونيتوب ناروغي که هغه په انسان کې وي یا هم که حیوان پرې اخته وي او نښې وښي؛ د درملنې وړ نه ده او مرګ یې پای دی خو د ځینو لارو چارو په مټ کولای شوي چې ۹۰ سلنه له ناروغۍ څخه ځان وژغورو.
که کوم کس د شکمن حیوان په ځانګړې توګه سپي او پیشو په داړو وداړل شي؛ سمدستي دي ټپ په میکروب ضد توکو ( Piodine Iodine ) ومینځل شي، د میکروب ضد توکو د نه شتون پر مهال دي له اوبو او صابون څه کار واخیستل شي. که د ټپ انساج ډېر له منځه تللي وي؛ د جراحۍ په مټه دي ترې لري شي خو دا خبره به یاد لرو چې ټپ باید و نه ګڼل شي ځکه چې پکې زوي( چرک ) را ټولېدای شي. ناروغ ته دي د زهرو ضد درمل ور کړل شي. د اړتیا پر مهال دي د میکروب ضد درمل هم وکارول شي. که ناروغ وږي وي او خوراک و څښاک نه شي کولای؛ د شین رګي ( ورید ) له لارې دي اوبلن خوړتوکي ( سېروم ) ور کړل شي. ناروغ دي یواځې او ارام پرېښودل شي؛ که د خوب او عصبي ارامي درمل لکه Diazepam  او  Chlorpromazine ور کړل شي؛ ښه خبره ده.
سمیه‌اییز یا مرکزی روغتون ته دي د ایمونو ګلوبولین او واکسین ( Post Exposure Vaccination-PEV ) اخیستلو لپاره یوړل شي.
د ناروغۍ له خطر سره تلمخې ډله ( څېړونکي، د څارویو درملګر، دلابراتوار کارکوونکي، ژوبڼسمبالګر، د کانونو کارګر او نور ) باید واکسین او د بدن د معافیب کچه یې لوړه وساتل شي.
له ناروغۍ څخه د خوندیتوب ښه لاره دا ده چې انسان باید واکسین شي ځکه که ناروغۍ نښې ښکاره کړي؛ بیا یې درملنه ناشونې ده.
په نړۍ کې ډېر ډوله واکسینونه شته چې د څارویو لپاره ژوندي کمزوري شوي او د انسانانو لپاره غیرفعال شوي واکسینونه کارول کېږي.
که کوڅه‌ډبي سپي او اسمان څکالي له منځه یوړل شي او کورنۍ حیوانات پر وخت واکسین شي او همدارنګه کورنۍ حیوانات له ځناورو ( ګېدړه، شغال، لېوه، موش خُرما او ...) لرې وساتل شي؛ تر ډېره بریده د ناروغۍ مخه نیول کېدای شي.
یادونه
د ربیس ناروغۍ ته د « لېوني سپي ناروغۍ » نوم کارول ناسم دی ځکه دلته د انسان ذهن ته دا خبره ور ځي چې لېونی سپی نورې ډېري ناروغۍ هم لرلای شي او له دې ډلې څخه یې یوه د ربیس ناروغۍ ده. دا چې دا ناروغي روغ انسانان یا حیوانات د لېونتوب تر پولو اړوي نو که د « سپې د لېوني کېدو ناروغي » نوم ورته وکارول شي غوره به وي.

وييپانګه
بهرني پږي:  اجنبي اجسام
پرین: حجاب عاجز
پېژندنه: تشخیص
تلمخی: تل له (خطر ) سره مخ خلګ
خوړتوکي: خوراکي مواد
ژوبڼسمبالګر: ژوبن پال
ژونکه: حجره
ساییز: تنفسي
سوررګ: شریان
سهیلیز: هضمي
شین رګ: ورید
غونډال : سیسټم

لېږدیز: ساري
نالوهې: بې اشتها
نوږیزه ګروه: جنسي تمایل
هیښمنتیا: هیجانیتوب