د کمپیوتر په اړه د نوي چاپ سوي کتابونو خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63085
ډاکټر محمد فاروق « سباوون »
دخبریدو نیټه : 2015-02-07

ځوان ليکونکي استاد اجمل خان (زاهد) اصلا د خوست ولايت د ځدراڼ قبيلې پورې مربوط دي . د هجرت په ديار کښې په کال 1983 ټل ضلع هنګو کښې دنيا ته سترګې پرنستې،په کال 1987 کښې د افغانستان کميشنری مربوط ښونځي کې داخل او په کال 1995 کښې يي متوسطه دوره په کاميابۍ سره سر ته ورسوله . د نورو ذده کړو لپاره په پاکستاني ګورنمنټ های سکول کښې په 1996 داخل او په 1998 کال کښې په کاميابۍ فارغ شو، په کال 1998 کښې ګونمنټ ډګری کالج اقتصاد په برخه کښې تحصيل وکړاو په کال 2003 کښې کاميابي سره پای ته ورسول ، دسکول ذده کړو تر څنګ يي د انګلسي ژبې او کمپيوټر په برخه کښې پوره تجربه لاس ته راوړيده، په خپل زيږدلي ځای ټل (I.E.L.C ) سنټر کښې څلور کاله د کمپيوټر او انګلسي ژبې د استاد په حيث پاتې شويدي . په کمپيوټر کښې د له زياتو پوهې لاس راوړلو په موخه د جنوبي اسياء هيوادونه ته لاړ، او دهغه ځای نه وروسته بيا سويتزارلينډ جينوا ته لاړ،او تر اوسه پورې په سويتزارلينډ جينوا کښې مېشت دي .
       زاهد صاحب د خپل حوږ وطن افغانستان او له افغانانو وروڼو خويندو سره بې ساري مينه لري او هميشه يي پر دوی زړه خوږيږي ، نو ځکه يي د دوي په چپوړ کښې له مخکښې هغه څه چې د ذده دي دوی ته تقديم کړي دي، د زاهد صاحب دغه خدمتونه په لاندې ډول دي .
1-هارډ وائير او نيټ ورکينګ
2-کمپيوټر پخپله ذده کړۍ
3-مايکروسافټ ورډ 2007
4- مايکروسافټ ايکسيل 2007
5- مايکروسافټ پاورپوائينټ 2007
6- مايکروسافټ ايکسيس 2007
  له پورتنۍ خدمتونو وروسته هم زاهد صاحب له افغانانو وروڼو خويندوسره دده په خواخوږي کښې کوم کمي ندي راغلي او هميشه دپاره يي خپل خدمت جاري ساتلي دي او خپل حوږو وطنوالو ته يي د چاپ دپاره څلور نور کتابونه اماده کړي چې په لاندې ډول دي .
1- مايکروسافټ ورډ 2010 او مايکروسافټ تاريخچه
2- مايکروسافټ ايکسيل 2010
3- مايکروسافټ پاورپوائينټ 2010
4- مايکروسافټ ايکسيس 2010

1- مايکروسافټ ورډ 2010 او مايکروسافټ تاريخچه
 
2- مايکروسافټ ايکسيل 2010
 
3- مايکروسافټ پاورپوائينټ 2010
 
4- مايکروسافټ ايکسيس 2010
 

کچېرې د استاد اجمل خان (زاهد) څخه کوم پيشنهاد لرۍ يا ورته کونظر لرۍ هیله لرم چې ويي نه سپموۍ او له د سره مستقيم په لاندې بريښنا ليک (E-mail ) په ذريعه تماس ونيسۍ .
Ajmalkkzk@gmail.com
مننه