اخلاق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63118
اشنا
دخبریدو نیټه : 2015-02-09


 

 چې بلبل د ګل سره مینه محبت کړي
 د هغه ښایست په ده کې سرایت کړي

 دا جذبه د ګل په اصل کې موجود ده
 بلبل ځکه د هغه سره الفت کړي

 چېرې پوه په دې کیفیت که بلبل نه وای
 نو اغیز پرې کله دغه راز زینت کړي

 ښه اخلاق یو ستر صفت دی په انسان کې
 چې ناپوه نه وي نو دغه شان خصلت کړي

 اخلاق هم لکه د ګل بلبل لپاره
 د انسان په نزد په دې ډول کیفیت کړي

 چې جذبه د ښو اوصافو چا کې نه وي
 ان چې سپی یې کله د کور محافظت کړي

 سړی نه دی چې یا غل او یا یې مل وي
 یا د خور او لور په سر چې تجارت کړي

 لوي خاین به بل په دغه کچه نه وي
 چیرې خرڅه که ابرو د خپل ملت کړي

 او چې د برق په څېر رڼا د انسان کور کړي
 څوک به څه رنګ فراموش دا شخصیت کړي

 د تاریخ هینداره ټول مخونه ښیي
‹اشنا›پوه که ځان په دغه ماهیت کړي

 شاعر-ارواښاد سیف الرحمن(اشنا